Millat Zagh
1.73K subscribers
7.64K photos
70 videos
3 files
1.05K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ راډیو نشرات ژوندي واورئ!
👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
په بدخشان کي ترافیکي پېښي ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ په کله قشقار سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله څلور کسان وژل سوي او اته نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا اووه نیمي بجې د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدلو له امله سوې ده.
سرچینې ویلي، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د فیض اباد روغتون ته او وژل سوي کسان په چورلکه کي کوف آب ولسوالۍ ته وړل سوي دي.
#MillatZagh
👎1😢1
په کندهار کي د اکا زامنو کور ته د ګرنیټ غورځولو له امله یو کس نیول سوی
د کندهار امنیه قومنداني وايي، هغه کس ئې نیولی چي د اکا زامنو ته ئې ګواښونه کول او په ژړۍ ولسوالۍ کي ئې د هغوی کور ته لاسي ګرنیټونه ورغورځولي وو.
یادي قومندانۍ ویلي، دا کس ئې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کي نیولی او تر تحقیقاتو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
❤3👍1
نن یونۍ د لړم میاشتي ۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۸ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۳۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
❤1👍1
په بلخ کي په څه کم ۳۰ میلیونه افغانۍ ۲ پروژې پیل سوې
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په بلخ کي ئې په شاوخوا ۲۹،۴ میلیونه افغانۍ د دوو ترمیماتي پروژو کارونه پیل کړي دي.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، په دغو پروژو کي د حیرتان بندر د ۴۱ کیلومتره برخي او د کلدار ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک د ترمیم، داغګیرۍ او شولډرونو جوړول شامل دي، چي په شپږو میاشتو کي به بشپړي سي.
د دغه وزارت په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدلو سره به د ذکر سوو سیمو د اوسېدونکو له پاره د خوندي تګ راتګ او د سوداګریزو او نورو توکو له پاره د اسانه لېږد رالېږد زمینه برابره سي.
#MillatZagh
❤1👍1
په روزګان کي په یوه کور کي پوځي مهمات نیول سوي
د روزګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي ئې په یوه کور کي پوځي مهمات نیولي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، دا عملیات ئې تېره ورځ (شنبه) د تېر جمهوري حکومت د یوه نظامي کس کور ته نژدې په یوه پټنځای کي کړي چي څلور کلاشینکوفونه، یوه توپګنچه، ۲۵۰ مرمۍ او دوې جانټې په کښي ترلاسه سوي دي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی و چي د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کي ئې دوه پخواني او روسي ډوله توپونه کشف او ترلاسه کړي دي.
#MillatZagh
👍1
روانه میاشت د روغتیا دوهم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي
د عامي روغتیا وزارت وايي، د رواني لړم میاشتي له ۲۰مي څخه تر ۲۴مي نېټې په پلازمېنه کابل کي د افغانستان د نړیوال نندارتون د مرکز په کوربتوب د روغتیا دوهم ملي او نړیوال نندارتون جوړېږي.
د دغه وزارت چارواکو نن (یک شنبه) د یاد نندارتون په اړه په یوه خبري کنفرانس کي ویلي چي، په دغه نندارتون کي به د ایران، هندوستان او ترکیې هیوادونو په ګډون د نورو هیوادونو استازي او شرکتونه هم ګډون وکړي.
په یاد کنفرانس کي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس عبدالبصیر قانع ویلي، دا مهال په افغانستان کي ۱۱۷ تولیدي کارخوني فعالیت کوي، چي څلورو ئې د (G.M.P) تصدیق پاڼي ترلاسه کړي او ۱۸ نورو ته به په یاد نندارتون کي ورکړل سي.
#MillatZagh
👍1
آریانا افغان هوايي شرکت یوه ایربس الوتکه ترمیم کړې
آریانا افغان هوایي شرکت خبر ورکړی چي، یوه ایربس (A- 310) ډوله الوتکه ئې د تخنیکي چکونو تر بشپړولو وروسته پروازونو ته چمتو کړې ده.
دغه شرکت ویلي، دې الوتکي ته ئې نن (یک شنبه) بریالی او ازمایښتي پرواز هم ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، یاده الوتکه به د اړینو پړاوونو تر بشپړېدلو وروسته کورنیو او نړیوالو الوتنو ته چمتو سي.
#MillatZagh
👍3
په ۵ ملیارده افغانۍ ۱۷ پروژې منظور سوې
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په شاوخوا پنځه ملیارده افغانۍ ۱۷ پروژې منظور کړي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، د دغه کمېسیون نننۍ غونډي ته د منظورۍ له پاره ۲۹ پروژې وړاندي سوې وې چي ۱۷ ئې منظور، پنځه تعدیل، څلور بیا مذاکراتو او درې بیا ځلي او ازادي داوطلبۍ ته سپارل سوي دي.
د سرچینې په وینا، په منظور سوو پروژو کي له هلمند دوراهي څخه تر هرات پوري د عمومي لويي لاري د لومړۍ برخي بیارغول، د ننګرهار د حصار شاهي سب سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټه لاین پراختیا، د جوزجان د یتیم طاق د ګازو د فابریکې د انرژۍ د لېږد له پاره د ۴۰ مېګاولټه امپیر سب سټېشن جوړول، په کابل کي د ځینو سړکونو جوړول او د هیواد په بېلابېلو سیمو کي د برېښنا رسولو او توزېع ‎پروژې شاملي دي.
#MillatZagh
👍2
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۰   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۷
هرات: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۶        
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۹
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه 31، کښته 17
#MillatZagh
❤3
د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښم پل او میلک لارو خدمات ۲۴ ساعته سول
د نیمروز ولایت مقام د دفتر رئیس سیف الله محمدي وايي، د لومړي ځل له پاره د ایران او افغانستان ترمنځ د ورېښم پل او میلک لارو خدمات د شپې هم پیل سوي او په دې سره د یادو سرحدونو خدمات ۲۴ ساعته سوي دي.
د محمدي په وینا، مخکي به پر یادو لارو په ورځني ډول شاوخوا ۴۰۰ موټرانو د افغانستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کاوه او په دې سره به ۸۰۰ ته لوړ سي.
افغانستان او ایران په دې وروستیو کي د یادو بندرونو د ۲۴ ساعته کولو په موخه ګډي ناستي هم کړي وې او تمه ده په دې سره د کابل او تهران په سوداګریزه راکړه ورکړه کي خورا زیاتوالی راسي.
#MillatZagh
❤1👍1
په کندهار کي ۳۰ ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر توکي وسوځول سول
د کندهار ولایت د مستهلکینو د ملاتړ کمېسیون وایي، ۳۰ مټریک ټنه بې کیفیته او تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل، چي د تېرو درو میاشتو پر مهال ئې راټول کړي وو، سوځولي دي.
د سرچینې په وینا، دا خوراکي او درمل پرون (یک شنبه) د یوه ګډ پلاوي له خوا په یوه غرنۍ سیمه کي وسوځول سول.
#MillatZagh
❤1👍1
مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاشونو ځنډ رد کړ
مالیې وزارت هغه اوازې رد کړي چي له تېرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کي ویل کېږي د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډول سوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا اوزې ردوي او هیوادوالو ته ډاډ ورکوي، چي د دولتي کارکوونکو معاشونه به په "عادي" ډول او "له کومي ستونزي" پرته اجراء سي.
#MillatZagh
❤1👍1
د اتلي ملالي میوندۍ مقبره بیارغول کېږي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال وزیر شېخ عبدالرحمان طیبي د تخنیکي انجنیرانو په ملتیا د کندهار میوند ولسوالۍ ته په سفر کي د اتلي ملالي میوندۍ له مقبرې څخه لیدنه کړې او د هغې د مقبرې د بیارغولو لومړۍ تخنیکي سروې ئې کړې ده.
دغه وزارت ویلي، "د اتلي ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتني په لاره کي د سرښندني عمومي سمبولونه دي" نو ځکه ئې بیا رغوي.
د سرچینې په وینا، په دې سروې کي د یادي مقبرې د ساتني او خوندیتوب اړتیاوي معلومي او د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په پام کي نیولو سره ئې د اساسي ترمیم له پاره مناسبي لاري چاري څېړل سوي دي.
#MillatZagh
👍4❤1
نن دونۍ د لړم میاشتي ۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۳۰۰، ۱۴۰۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۵۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۴۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۶۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۴۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۶۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۸۱ افغانۍ.     
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۱ او په عام بازار کي کیلو په ۶۳ او ۶۵ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۱۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۲،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۰ افغانۍ.
یو درهم: ۱۷،۷۰ افغانۍ.
یوه یورو: ۷۲،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۴۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۲۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده. 
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
👍1😢1
له شاه عروس بند څخه د کابل ښار ته د اوبو د لېږد تړون لاسلیک سو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د کابل د شکر درې ولسوالۍ له شاه عروس بند څخه د کابل ۱۷مي حوزې ته د اوبو د لېږد تړون لاسلیک سو.
د یاد شرکت ویاند محمد نبي بهار ویلي، دا تړون نن (دوشنبه) لاسلیک سو او زیاتوي چي، پر دې پروژه یو ملیارد افغانۍ لګښت راځي او په درو کلونو کي به بشپړه سي.
د بهار په وینا، دغه پروژه په ثانیه کي د ۲۰۰ لېټره اوبو د برابرولو او لېږدولو ظرفیت لري، چي ۱۰۰ لېټره به ئې د اوبو له سطحي او ۱۰۰ لېټره له پنځو ژورو برمو څخه برابرېږي او ۵۰ زره کسان به له اوبو څخه برخمن کړي.
#MillatZagh
❤2👍1
د کندهار- روزګان لويي لاري د بیارغولو کارونه ۵۷ سلنه بشپړ سوي
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د کندهار- روزګان لويي لاري د بیارغولو کارونه ۵۷ سلنه بشپړ سوي او د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ئې د بیارغولو د چارو د بهیر ارزولو پر مهال پر اړوند شرکت ټینګار کړی چي، په ښه کیفیت او ټاکلي وخت کي یاده پروژه بشپړه کړي.
دغه وزارت ویلي، د یادي لويي لاري د بیارغوني کارونه، چي له خصوصي سکټور سره په یو ملیارد، ۱۲۰ میلیونه او ۹۰۸ زره افغانۍ قرارداد سوي، په بېلابېلو طبقو کي روان دي او د ۶۸ پلګوټو او ۱۱۹۷ متره استنادي دېوالونو جوړول هم په کښي شامل دي.
یادي سرچینې همدارنګه ویلي، ملا عیسی ثاني په دغه سفر کي د شاولیکوټ- پاج کوتل ۵۰ کیلومتره سړک او د ترینکوټ- خاص روزګان لويي لاري د لومړۍ ۲۵ کیلومتره برخي د جوړولو له چارو څخه هم لیدنه کړې ده.
د کندهار- روزګان لويي لاري د بیارغولو کارونه د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال په پای کي پیل سول او دغه وزارت وايي، د جوړولو له پاره ئې یاد شرکت ته دوه کاله وخت ورکړل سوی، چي اوس ئې یو کال وخت تېر سوی دی.
#MillatZagh
❤2👍1
افغانستان د چاپېریالي زده کړو په نړیوال کنفرانس کي ګډون کوي
د افغانستان د چاپېریال ساتني ملي ادارې د رئیس مطیع الحق خالص په مشرۍ یوه پلاوي د چاپېریالي زده کړو په نړیوال کنفرانس (E.E.C- 2026) کي د ګډون په خاطر مالیزیا ته سفر کړی دی.
یادي ادارې ویلي، افغان پلاوی به په دغه سفر کي د افغانستان د چاپېریالي زده کړو او د کثافاتو د مدیریت تجربې او طرحي له نورو هیوادونو سره شریکي کړي او په دې برخه کي به نړیوال بنسټونه مرستي ته راوبولي.
د سرچینې په وینا، دا کنفرانس سبا او بل سبا د دغه هیواد په سراواک ایالت کي جوړېږي چي موخه ئې د چاپېریال ساتني له پاره نوي تعلیمي لاري چاري جوړول، د چاپېریال په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي لوړول او د اقلیمي بدلون پر وړاندي د مقاومت وړ ټولنو په جوړولو کي مرسته برابرول دي.
#MillatZagh
❤1👍1
د کوچنیانو د ساتني او روزني د مرکزونو مسؤلیت عدلیې وزارت ته وسپارل سو
د اسلامي امارت د مشر شیخ صاحب په حکم د کوچنیانو د ساتني او روزني د مرکزونو مسؤلیت د زندانونو چارو د تنظیم له عمومي ادارې څخه جلا او د عدلیې وزارت ته وسپارل سو.
عدلیې وزارت ویلي، د یاد مسؤلیت د را انتقالولو په موخه تېره ورځ (یک شنبه) د یاد وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ لومړنۍ غونډه جوړه سوې وه او په دې غونډه کي یوه تخنیکي کمېټه جوړه سوې؛ ترڅو د یادو مرکزونو، تشکیل، اسناد، بودجه، دفترونه، منقول او غیر منقول مالونه، وسایط، تجهیزات، تأسیسات او نورو معلومات تثبیت او راپور ئې پلاوي ته وړاندي کړي.
#MillatZagh
❤1👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۷، کښته ۱۱   
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۹، کښته ۷
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۹
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۹، کښته ۱۴        
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۰، کښته ۸        
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۱۲
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۳، کښته ۱۴      
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸      
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته 17
#MillatZagh
❤2
په کندهار کي ۳۰ کیلوګرامه تاریاک نیول سوي
د کندهار امنیه قومنداني وايي، په نساجي کي کندهار ښار ته د داخلېدلو له دروازې سره ئې ۳۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دا نشه يي توکي د یوه کس له لوري له بدخشان څخه کندهار ته راوړل کېدل چي امنیتي ځواکونو د تلاښۍ پر مهال ورسره نیولي دي.
تر دې مخکي هم یادي سرچینې ویلي وه چي ۷،۴ کیلو ګرامه چرس ئې نیولي، چي له هلمند څخه کابل ته قاچاق کېدل.
#MillatZagh
👍1