RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۷/۳۰
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له مجاهدینو غوښتي، چې د بیت‌المال، موټرو او وسلو په کارولو کې ډېر احتیاط وکړي.
❤1
د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه د ۱۱۲ تنه منسوبینو فراغت؛

دفاع وزارت وايي، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ایزو قول‌اردوګانو ۱۱۲ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول.

د یاد وزارت په وینا، نویو فارغ شویو منسوبینو د هیواد په هر ګوټ کې له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنې ته چمتوالی ښودلی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسیون غونډه کې د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول څېړل شوي او په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، د زابل ولایت له خبریالانو او د رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته کړې.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور، په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو برخې له مسٶولې فیانو فریزر او مل پلاوي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په هېواد کې د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د ملاتړ او بشري مرستو د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوناما استازو د تېرو ناخوالو له امله د زیانمنو شویو وګړو او کورنیو د اړتیاوو پر پوره کولو، د ملاتړ پر دوام او د بشري مرستو د اغېزمنتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه داوود خان شیراز وايي، د افغانستان ثبات د سیمې هېوادونو لپاره مهم دی.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/kVl3_RUnF9M
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي، د غزني ولایت له خبریالانو او د رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته کړې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
لاروی؛
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د نوم اېښودلو د لامل او کلتوري ځانګړتیاوو په اړه پوره جزییات.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/KCU9GUDvsiU
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار، د عزیزی ګروپ له رییس میرویس عزیزی سره په لیدنه کې د برېښنا تولید پروژو د چارو پر چټکتیا، د ژمنو پر عملي کولو او د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید لپاره د عزیزی ګروپ پر پانګونې، د هوکړه شویو پروژو پر پرمختګ، د تخنیکي معیارونو پر رعایت او د احتمالي خنډونو پر لرې کولو خبرې شوې دي.


په پای کې، دواړو لوریو د پروژو د چارو پر چټکتیا، د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار ویلي، له افغانستان سره همکاري کولی شي د هېوادونو ګډې ګټې خوندي او په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اروپايي ټولنې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د تر ټولو زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړي کړې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د خیبر پښتونخوا وګړي وايي، د پاکستان پوځي رژيم د تحریک انصاف ګوند د غړو او د خلکو د ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي او د دوی شتمني لوټ کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او عامو وګړو سره د منکرانو د مخنیوي او ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه نږدې ۷۰۰ ناستې ترسره کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس په دوبۍ کې د اوبو، انرژۍ، ټکنالوژۍ او چاپریال ساتنې له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو غواړي له افغانستان سره دترهګرۍ او نشه‌يي توکو ضد مبارزه او دفاعي همکارۍ پراخې کړي.
❤4
د چین رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د شې‌زانګ په خودمختاره سیمه کې د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.


د راپورونو له مخې، زلزله د پنجشنبې په شپه د بېجینګ پر وخت شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۳ دقیقې رامنځته شوې، چې له امله یې تر ۳۳۰ ډېر کورونه هم ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.


د چین رسنیو زیاته کړې، چې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو د کچې ارزونه لا هم روانه ده او په زیانمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات دوام لري.