RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د دایکندي ولایت یو شمېر موټر چلوونکي او سوداګر د دایکندي ـ کندهار او د دایکندي ـ کابل پر عمومي لارو د امنیت له ټینګښت څخه هرکلی کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پنجشېر ولایت د پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ میلیونه افغانیو زیاته بودیجه لګولې ده.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاپیسا ولایت د ادارې کمپلکس پارک چې څه باندې ۱۷زره متره مربع مساحت لري د یونسف د سل زره امریکا يي ډالرو په ارزښت ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت بیا رغول کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر د لوګر پوهنتون د خبریالانو فراغت غونډ کې کړی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بریالي ژوند لارښودونکي اصول تر سرلیک لاندې د نوي کتاب مخکتنه وشوه.
د نن پنچشنبې ورځې تاریخ!
ان‌بي‌سي نیوز شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا په وروستیو ورځو کې د لوېدیځې اسیا په بېلابېلو سیمو کې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کم کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په سیمه کې د امریکا په ځینو پوځي اډو او مرکزونو کې د ځواکونو د حضور او ځای پر ځای کولو په کچه کې بدلونونه راغلي دي.

خو تر اوسه د کم شویو ځواکونو د شمېراو د هغوی د ځای پر ځای کېدو د اصلي سیمو په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټولګټو وزارت وایي، چې د کاپیسا ولایت د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت پيل شوې.
د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، په یاده پروژه کې د سړک د فرش اساسي بیارغونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو ترمیم او جوړل شامل دي، چې د پینځو میاشتو په موده کې به بشپړه شي
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
بغلان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې جوړه شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
بغلان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د سمنګان ولایت په مرکز اېبک او شپږو ولسوالیو کې د ۶۶ میلیونه او ۷۶۷ زره افغانیو په لګښت د ۲۵ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې ۱۲ د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکو، د اوبو د یوې لویې ذخېرې، د ۲۵۰ متره کانال، استنادي دیوال او ولایتي روغتون کې د ۳۶ تشنابونو جوړول شامل دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د روانې اوونۍ پرمهال یې په ټول هېواد کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده. په دغو قضیو کې جبري نکاح، میراث، مهر، نفقه او طلاق شامل دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې په پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان د کوډګرۍ په تور نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت همداراز خبر ورکړی، چې د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ یې۱۲ پخوانۍ دښمنۍ حل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوې دي.
۱- د کندهار ولایت بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار؛ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس په توګه.
۲ـ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مخکنی عمومي رئیس ملا محمد یوسف مستري؛ د لوګر ولایت د مرستیال په توګه.
۳ـ د لوګر ولایت مخکنی مرستیال مولوي انعام الله؛ د کندهار ولایت بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.
👍1
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ځغاستلیکې بیارغونې او هوایي ډګر د ساتنې او پاملرنې پروژو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، نوموړي د لیدنې پر مهال د پروژو بېلابېلې برخې ارزولې، د چارو پر معیاري پلي کېدو، د تخنیکي اصولو پر رعایت او د هوايي ډګر د تاسیساتو د ساتنې او پاملرنې پر ارزښت یې ټینګار کړی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت درې‌ګونو محاکمو په تېرو شپږو میاشتو کې د شرعي احکامو په رڼا کې ۱۵۷زره او ۱۲۳ قضیو ته رسېدنه کړې او ۸۶ زره او ۳۲۲ بېلابېلې وثیقې یې هم اجرا کړې دي.
نن پنج‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د هېواد د پانګې بازار د رامنځته کولو لومړنۍ غونډه د اسلامي امارت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ جوړه شوه.

بشپړ خبر ⬇️

https://rta.af/news/brgzary-nkhstyn-nshst-aygad-bazar-srmayh
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دریځ؛
د سیاسي چارو شنونکی حمایت‌الله احمدي وايي، د شرطې قانون د افغانستان د شرطې د مسلکي کېدو او په یوه منظم چوکاټ کې د هغوی د یو شان کولو لپاره مهم ګام دی.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/5TO80HZvUYQ?si=l5AfHhGpC7zdBASX
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رییس مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د «لب‌ټیک» نړیوال شرکت او د دغه هېواد له لومړني دولتي تخنیکي انستیتیوت څخه لیدنه کړې ده.

ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې وروستي پرمختګونه د خلکو د خدمت او د هېواد د پرمختګ لپاره د نظام د ژمنتیا او هوډ څرګندونه کوي.
❤2
د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې نن ( پنجشنبه، تلې ۳۰ مه) د خواف ــ هرات اوسپنیزې لارې مسیر څخه، د ایران د اوسپنیزې لارې شبکې له لارې ۶۰۰ ټنه پنبه ترکیې هېواد ته صادره شوه.

د یاد وزارت په وینا، دغه محموله د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې لېږدول شوې ده.