RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار وايي، تر دې مهاله د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ناروغیو روغتون کې ۲۰۰ بریالي عملیاتونه ترسره شوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FcE9_bP5lwI
د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې او د هېواد د ځان‌بسیاینې لپاره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي مختار زیاته کړې، چې په اسلامي نظام کې د خلکو حقونو د تامین ترڅنګ د شتمنیو او ناموس ساتنه هم کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۷/۲۹
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې په کابل ښار کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو پر طرحې بحث شوی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند له پل‌سرخ سیمې څخه تر علاءالدین څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو بشپړ جزییات.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/iPQv3RLUN2I
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې د بېلابېلو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې روغتیايي خدمتونه د پام وړ ښه شوي دي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي، د دغه هېواد لپاره د عراق له سفیر عدنان مهلهل ال معجون سره کتلي دي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او عراق ترمنځ پر تاریخي اړيکو، دوه اړخیزو همکاريو او په افغانستان کې پر رامنځته شويو فرصتونو خبرې شوې دي.

همداراز دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغت غونډې ته په خبرو کې ځوانانو ته سپارښتنه کړې، چې خپله عقیده پیاوړې وساتي، نېک اعمال ترسره کړي او له الله تعالی سره خپله اړیکه لا پیاوړې کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په میدان وردګ ولایت کې د افغان ــ ترک ښوونځي د زده‌کوونکو په لاس جوړ شوي ساینسي او تخنیکي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د شریعت د نفاذ او همغږۍ ولسي غونډه تسره شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ لس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې دوو چینايي وګړو د اسلام مبارک دین منلی دی.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نیمروز ځايي مسوولین وايي، د یاد ولایت د ورېښمو پله له لارې په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
🥰1
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پانګه‌والو او خصوصي سکټور ته په لسو سکټورونو کې د پانګونې زر فرصتونه معرفي کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالره واردات لري، چې ډېره برخه یې ماشین‌الات او خام مواد جوړوي؛ هغه څه چې په هېواد کې د پانګونې پراخ فرصتونه په ګوته کوي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې دغه وزارت پلان لري څو د پانګونې نور زر فرصتونه هم تحلیل او وارزوي.

د یادونې وړ ده، چې د پانګونې نوي فرصتونه د افغانستان د پانګونې ریاست پر وېب‌پاڼه خپاره شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شمال زون د ساتنمنانو له مرکز څخه ۳۵۸ تنه شرطه منسوبینو د پوځي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
۳۴ خپرونه؛ د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال عبدالطيف نظري سره ځانګړې مرکه⬇️
https://www.youtube.com/live/8_aXPu8YT5Q?si=ItLDTPHF9xHG8UMb
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره د سن‌پترزبورګ په ښار کې لیدلي دي.


کرملین ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوکراین د کړکېچ د حل پر لارو چارو، د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ د درې‌اړخیزو خبرو اترو د بیا پیل او د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


د کرملین په وینا، ښاغلي پوتین د منځني ختیځ او ایران د کړکېچونو په حل کې د روسیې د مرستې چمتووالی هم څرګند کړی دی.


له بلې خوا، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي دغه لیدنه د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام بللی او د مذاکراتو د پرمختګ لپاره یې د تخنیکي خبرو اترو د پیل پر اهمیت ټینګار کړی دی.
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د سیاسي چارو کارپوه ګل اغا حسني صاحب‌زاده وايي، د افغانستان جغرافیايي موقیعت د لویو قدرتونو لپاره ارزښت لري.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/-2YcC2WAEK8?si=Zj4l8bszihwH5eXK
👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د اهل السنه و الجماعه عقیدې کتاب د تشریح مراسم د راډیو عمومي ریاست په تالار کې ترسره شول.
👍2