RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د استرالیا د پوځ د یوې تازه خپرې شوې څېړنې له‌مخې، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو (SAS) ځینې افسران خبر وو چې سرتېرو د شهید شویو افغانانو ترڅنګ وسلې اېښودې، څو هغوی د وسله‌والو په توګه معرفي کړي؛ خو د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره یې اقدام نه دی کړی.

د راپور له‌مخې، د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ځینو پوځيانو د شهیدانو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودې، څو ملکي وګړي د وسله‌والو په توګه وښيي.

اشغالګرو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۲۰ کلونو پوځي حضور پر مهال د هوايي عملیاتو او شپنیو چاپو په ګډون ګڼ جنګي جنایتونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، روانه اوونۍ د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۴۲ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۱ دښمنۍ او ۶۲ شخړې هوارې شوې، ۱۱ کسان د کوډګرۍ په تور نیول شوي او ۴۵۶ اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لیکوال، شاعر او علمي شخصیت عبدالاحد عشرتي غزنوي پر مړینه خواخوږي څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي ټولنې لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

دغه وزارت په یوه پیغام کې ارواښاد اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي غزنوي د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي ډګر له پېژندل شویو شخصیتونو څخه بللی دی.
د معیار او کیفیت ادارې پلاوي د SMIIC عمومي غونډې په څنډه کې د ترکیې، ازبکستان، سعودي عربستان او قزاقستان له استازو سره کتلي.
په دې کتنه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/hyat-adarh-maayar-o-kyfyt-ba-nmayndgan-chhar-kshor-dr-hashyh-nshst-smiic-dydar-krd
نن پنج‌شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله فرمان.
د نشر شمېره: (۲)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ افغان کډوال خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/bysh-az-zndany-mhagr-afghan-az-zndanhay-pakstan-azad-shdnd
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان له فرهنګي اتشو سره د همغږۍ انلاین غونډه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې غونډه کې د کلتوري اتشو ستونزې او وړاندیزونه څېړل شوي دي.

په دغه انلاین ناسته کې فرهنګي اتشو په نورو هېوادونو کې د افغانستان د کلتوري، تاریخي او سیاحتي ظرفیتونو معرفي کول د خپلو لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د ۴۹.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

د ښاغلي جلالي په وینا، د دې روغتون ودانۍ د اسلامي امارت له بودیجې څخه جوړېږي او د همدې کال په ترڅ کې به په هېواد کې د څه باندې ۱۰۰ روغتونونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس په وینا چې د یاد روغتون ودانۍ د جوړېدو چارې به په یو نیم کال کې بشپړې شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۸/۰۷
افغان دفاعي ځواکونو د پکتیکا په انګور اډې سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.
د هرات ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د ۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره، د افغانستان د ټیوب جوړولو لومړنۍ کارخونه جوړه شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.

دغه کارخونه د موټرسایکلونو، ریکشاوو، بایسکلونو او نورو کوچنیو وسایطو لپاره بېلابېل ټیوبونه تولیدوي او د ازمایښتي پړاو پر مهال په ورځ کې د ۱۰ زره ټیوبونو د تولید ظرفیت لري.

د دغه کارخونې مسوولین وایي، اوس مهال یې یوه تولیدي برخه فعاله شوې او د نورو برخو په بشپړېدو او د نویو ماشینونو په نصبولو سره به یې د تولید ظرفیت لوړ او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته به د مستقیم کار زمینه برابره شي.
❤1
کورنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید په اړه، د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UNODC) کلنی راپور رد کړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر د راپور شمېرې، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له ارزونو سره بنسټیز توپیر لري.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې په ۲۰۲۶ کال کې په هېواد کې له ۲۶ زره هکټاره زیاته ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې عملي لاسته‌راوړنې باید د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي، بلکې د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د دوامدارو حل لارو د موندلو بنسټ وګرځي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې نړیوال بنسټونه باید د کره ارزونو او عملي همکاریو له لارې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي او د خپلو معلوماتو د خپرولو په کړنلاره کې اړین اصلاحات راولي.
❤1
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، له یوې نړیوالې موسسې سره د څه باندې ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې به د سمنګان، دایکنډي، فاریاب، تخار، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ۱۶ ولسوالۍ او ۲۷۰ کليو کې بېلابېلې پروژې پلي شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ټاکل شويو پروژو کې د ۶۶۵ چک‌ ډیمونو جوړول، د څه باندې ۲۵۹ زره نیالګیو کېنول، د ۲ زره او ۱۵۰ بڼونو جوړول، د څارویو او چرګانو وېشل او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او راټولولو مرکزونو جوړول شامل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ملي راپور؛
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند وايي، اوس د هېواد زندانونه د ښوونې او روزنې پر مرکزونو بدل شوي دي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/sIqOnxdStuo
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د خوست زندان لپاره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې له د کوچیانو ملاتړ او د مالدارۍ پیاوړتیا په موخه له کوچي کورنیو سره د لبنیاتو تولید کېټونو مرسته شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت ځايي مسوولین وايي، د شمالي سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې به په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو شنونکی حمایت الله احمدي وايي، په هېواد کې د کرنې او کانونو په برخو کې پانګه‌ونې ته اړتیا ده، بهرني او کورني پانګه‌وال کولای شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/Md69A4JeIGg
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد وايي، اوس مهال په هېواد کې د پانګه‌ونې لپاره زیات فرصتونه برابر شوي دي.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/Md69A4JeIGg