RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.56K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند امنیې قومندانۍ اړوند سلګونه عرادې وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کونړ په ۹ ولسوالیو کې د همکارو موسسو د ۵۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو د ۲۹ پروژو چارې پیل شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د نويو پارکونو د جوړولو روانې چارې!
بشپړه خپرونه:https://youtu.be/c11ii_iQOMk
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د اسلامي نظام په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې پاکستان دې د افغانانو له صبر او زغم څخه ناوړه ګټه نه اخلي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالاتو اټکل.
د نن چهارشنبې ورځې نېټه!
❤1
د امریکا د کانګرس څېړنو مرکز اعلان کړی، له ایران سره په جګړه کې د روان میلادي کال د فبروري له ۲۸مې راهیسې ۸۱ امریکایي جنګي الوتکې زیانمنې شوي او یا له منځه تللي دي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دغه شمېر کېدای شي د معلوماتو د محرمیت او د پوځي عملیاتو د دوام له امله بدلون ومومي.
روسیې نن سهار د اوکراین پلازمېنې کي‌ایف پر بېلابېلو سیمو د ډرون او توغندیو پراخ بریدونه کړي.

تر دې دمه د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي.

اوکراین کې تېره شپه د روسیې بریدونو له امله د خطر زنګ وهل شوی و او د دې هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له خپلو خلکو غوښتي و، چې ځانونه خوندي کړي.
❤1
زموږ "پښتو" ټولنیزې رسنۍ د لاندې لینکونو له لارې وڅارئ.⬇️
اېکس پاڼې:
https://x.com/rtapashto
https://x.com/pashtortanews
یوټیوب:
https://youtube.com/@rtapashto
فېسبوک:
https://facebook.com/rtapashto1
ټلېګرام:
https://t.me/rtapashto1
انستګرام:
https://instagram.com/rtapashto1
تریډز:
https://threads.net/@rtapashto1
ریب:
https://www.reab.com/bio/rtapashto1
واټساپ‌ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029Va8LsO6DjiOfa87CtC11
واټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/JLCnlh8vLNTISgihBVVoC9
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري او مل پلاوي سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دې کتنه کې د ښه ګاونډیتوب، د اړیکو پر پیاوړتیا، د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو، د هرات - مزار شریف اوسپنې پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

ایراني پلاوي ویلي، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د اقتصادي، کانونو د استخراج او نورو برخو کې همکاري لا پراخې کړي.
نن (چهارشنبه، د تلې ۱۵مه) په کابل کې د امام ابو حنیفه (رح) پینځم نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي.

دغه نندارتون کې به د افغانستان سربېره د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، ایران، هند، ترکیې او نورو هېوادونو سلګونه شرکتونه په څه باندې ۸۰۰ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پاکستان د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په پار راوتلی لاریون مخ پر پراخېدو دی.
🥰1
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او خصوصي سکتور لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.


ښاغلي برادر زیاته کړې، اسلامي امارت په کمو امکاناتو نیمګړې فصلونه بشپړوي او داسې نوي فصلونه یې پیل کړي، چې راتلونکی نسل به پرې ویاړي.


دغه راز نوموړي د افغانستان - چین سړک پرانیستې ته په اشاره ويلي، چې دغه لاره به افغانستان له اروپايي بازارونو سره ونښلوي او افغانستان به د سوداګري او ټرانزیټ پر مرکز بدل کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بشپړه وینا!
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي بشپړه وینا!
د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ویلي، افغانانو د هغو کړیو او هېوادونو پر وړاندې چې د افغانستان پرمختګ نشي زغملی او د هېواد د ناامنه کولو په لټه کې دي، کرکه څرګنده کړې ده.

ښاغلي انور زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د هوساینې لپاره کار کوي او د ځان په څېر نورو ته هم ښه امنیت غواړي او د هېچا پر وړاندې بده اراده نه لري.

همدا راز نوموړي ټنیګار کړی، هغه تورونه چې پر افغانستان لګول کېږي ناسته او بې‌بنسټه دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې د بندیزونو سره سره د افغانستان اقتصاد مخ پر ودې دی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، نن ورځ په دغه نندارتون کې ۱۱۳ بهرنیو شرکتونو ګډون کړی او د افغانستان اقتصادي شریکان شوي، چې دا د هېواد د اقتصادي ودې ښکارندويي کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور بشپړه وینا!
د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د امام ابوحنيفه (رح) عمومي او نړیوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د خصوصي سکتور ونډه مهمه بللې.

ښاغلي حنیف له پانګوالو او صنعت‌کارانو غوښتي، چې د لنډ مهال لپاره د افغانستان فرصتونو ته ونه ګوري.

د نوموړي په وینا، افغانستان کولی شي د تولید د مرکز، د مرکزي او سویلي اسیا او د ختیځ او لویدیځ بازارونو ترمنځ د نښلونکي پل رول ولوبوي.