له ۱۰۰ څخه زیاتو د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو او مدني ټولنو ویلي، چې په غزه کې د امریکا په ملاتړ د اوربند له کېدو یو کال وروسته هم دغه اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، یادو سازمانونو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییلو صهونیستي رژیم ځواکونه لا هم هره ورځ فلسطینیان شهیدان او ټپیانوي.
راپور کې راغلي، غزې تړانګې ته د بشري مرستو، تجهیزاتو او بیا رغونې لپاره د اړینو توکو پر لېږد لا هم بندیزونه لګېدلي دي.

❤1
نورستان کې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۰ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
دغه شبکې د نورستان د مرکز پارون سربېر په وانت، واما، منډول، دواب، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
یادې شبکې چې د یونیسف په مالي لګښت جوړې شوي، له ۲ زره ۴۰۰ څخه زیاتې کورنۍ تر له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ، په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اتمه ورځ هم خپل اوږد لاریون ته دوام ورکړی.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان مردان ته رسېدلی دی.
ښاغلي افریدي له خپلو پلويانو غوښتي، چې د اکتوبر تر ۱۳مې ځانونه صوابۍ ته روسوي.
دغه راز نوموړي لاریون کوونکو ته د وينا پر مهال ویلي: «پښتانه به هېڅکله له ګواښونو، ټوپکو او ګولیو څخه ونه وېرېږي».

👏1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
سږ کال په سمنګان ولایت کې د انګورو حاصلات!
د اوکراين جګړې پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو سره هممهال، د دغه هېواد پر سویلي ښار زاپوریژیا د روسیې د بریدونو له امله ۲۰ کسان وژل شوي دي.
دغه بریدونه امریکا ته د روسیې د ډیزلو پر صادراتو له هوکړې وروسته شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د واشنګټن دغه پرېکړه غندلې او روسیه یې تورنه کړې چې د بندیزونو د نرمولو په ځواب کې یې پر ودانیو برید کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او منظور شو.
یاد وزارت وايي، چې دغه صنعتي پارک په ۱۰۰۰ جریبه ځمکې جوړېږي، چې په دې پارک کې ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړولو، سپکو او متفرقه صنایعو، د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس لپاره ځانګړې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون له پراخېدو سره هممهاله، خيبر پښتونخوا کې بېړني حالت اعلان شو.
د بېړني حالت پرېکړه د پاکستان د کابینې په غوښتنه د دې هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري له لوري شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو لاریون تر مردانه رسېدلی دی.

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو ادارې د رییس مرستیال عزیزجان عارفجانوف په مشرۍ یوه پلاوي، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس ملا عبدالغفار حقنما سره کتلي دي.
یاد پلاوي سرپل ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا، د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د وضعیت ارزونه او د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ترمیم په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کول بللي دي.
د ازبکستان پلاوي همداراز، د سرپل له تاریخي خشتپل، د خشتپل له جومات او د امامزاده یحیی بن زید شهید له زیارت څخه د لیدنې تر څنګ ژمنه کړې، چې د سرپل ولایت د تاریخي ابداتو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې به همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د یاد سازمان په لیدلوري کې د افغانستان پر مهم ځای، له افغانستان سره د رغنده تعامل، د افغانستان او سیمې پر وضعیت او د سیمې او نړی له هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې همداراز د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د همکاریو د نویو لارو د پرانیستلو پر اهمیت ټینګار وشو.

نورستان کې د پاکو اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۱۹
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم کورني او نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم کورني او نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو د نشهيي توکو د بدیل کښت په توګه بڼوالۍ ته مخه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د قومي مشرانو له لوري په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستي بریالي عملیات او فعالیتونه ستایل شوي دي.
❤3