RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
نن یکشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او منظور شو.

یاد وزارت وايي، چې دغه صنعتي پارک په ۱۰۰۰ جریبه ځمکې جوړېږي، چې په دې پارک کې ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړولو، سپکو او متفرقه صنایعو، د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس لپاره ځانګړې شوې دي.
د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدولو وزارت وایي، چې محتسبینو یې په غور، بلخ، فراه او ننګرهار ولایتونو کې د شپږ مېرمنو د جبري نکاح مخه نیولې.

د یاد وزارت په وینا، د ښځو د شکایتونو له ارزونې وروسته د یادو نکاحو مخنیوی شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون له پراخېدو سره هم‌مهاله، خيبر پښتونخوا کې بېړني حالت اعلان شو.

د بېړني حالت پرېکړه د پاکستان د کابینې په غوښتنه د دې هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري له لوري شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو لاریون تر مردانه رسېدلی دی.
د ازبکستان د فرهنګي میراثونو ادارې د رییس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس ملا عبدالغفار حقنما سره کتلي دي.

یاد پلاوي سرپل ته د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا، د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د وضعیت ارزونه او د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ترمیم په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کول بللي دي.

د ازبکستان پلاوي همداراز، د سرپل له تاریخي خشت‌پل، د خشت‌پل له جومات او د امام‌زاده یحیی بن زید شهید له زیارت څخه د لیدنې تر څنګ ژمنه کړې، چې د سرپل ولایت د تاریخي ابداتو د ترمیم او بیارغونې په برخه کې به همکاري وکړي.
مالیې وزارت وايي، د مسافرو د توکو د پلټنې او کنټرول بهیر اغېزمنتیا په موخه یې د ۴۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت پینځه پایې سکنرونه پېرلي او د لګولو چارې یې بشپړې شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، څلور سکنرونه د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګمرک او یو سکنر د بلخ د حیرتان په ګمرک کې لګول شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د یاد سازمان په لیدلوري کې د افغانستان پر مهم ځای، له افغانستان سره د رغنده تعامل، د افغانستان او سیمې پر وضعیت او د سیمې او نړی له هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې همداراز د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د همکاریو د نویو لارو د پرانیستلو پر اهمیت ټینګار وشو.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې په خیبر پښتونخوا کې وروستي اقدامات، په ځانګړې توګه د بېړني حالت اعلان، په پاکستان کې کړکېچ او بې‌ثباتي لا زیاتوي.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د پاکستان کړکېچونه ورځ تر بلې ژورېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نورستان کې د پاکو اوبو رسولو ۱۰ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۱۹
د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم کورني او نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو د نشه‌يي توکو د بدیل کښت په توګه بڼوالۍ ته مخه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د قومي مشرانو له لوري په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستي بریالي عملیات او فعالیتونه ستایل شوي دي.
❤3
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ (شنبه، تلې ۱۸ مه) ۱۸۹ افغان کډوال له پاکستان او ۲۵۹ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې د اوبو سربند د جوړولو عملي چارې پیل شوې، چې په جوړېدو سره به یې ۳۵۵ جریبه ځمکه خړوبه شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره ليدنه کې د افغانستان له روغتیايي سيستم سره په دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت وايي، ښاغلي جلالي له یاد پلاوي سره د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو او د روغتیا په برخه کې، له اسلامي هېوادونو سره د هوکړه‌لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

دغه راز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملياتونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال یاد پلاوي، له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او په راتلونکې کې یې د یو شمېر قلبي ستونزې لرونکو ماشومانو د عملياتونو مالي لګښتونه پر غاړه اخیستي دي.
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
پکتیکا کې دیني علماوو او قومي مشرانو او ځوانانو په یوه غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه وغندل.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو له چارو لیدنه وکړه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پروان والي د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکو ته په یوه غونډه کې ویلي چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شمال زون د ځايي مسوولینو، د رسنیو استازو، خبریالانو او فرهنګي فعالانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د شولو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.