RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/aghaz-kar-trmym-frsh-srk-shahrah-badghys-hrat-ba-hzynh-nzdyk-bh-mylyon-afghany
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي، ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، بشري او ټولنیزو موضوعاتو او په دې برخو کې د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۰
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، په پاکستان کې سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه منفي اغېزې لري.
په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، په دغه هېواد کې د سعودي عربستان له سفیر سلطان بن سعد بن خالد ال سعود سره وکتل.

په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او په کویټ کې مېشتو افغانانو ته د عمرې لپاره د ویزو د صادرولو په اړه خبرې وشوې.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تېره ورځ (یکشنبه، تلې ۱۹ مه) ۱۳۶ افغان کډوال له پاکستان او۴۹۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سنايي غزنوي ښارګوټي رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.
د دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا حمیدالله اخندزاده، د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

دفاع وزارت وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د بشري، اقتصادي، ټولنیزو موضوعاتو او د امنیت د ثبات په اړه خبرې شوې دي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند ځايي چارواکي وايي، په امارتي ادارو کې د خلکو ستونزې پر وخت حل کیږي او په دې سره د خلکو او ادارو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان په پلي کېدو سره د ډېرو لګښتونو مخه نیول شوې، چې د خلکو په اقتصادي وضعیت یې مثبت اغېز کړی.
❤1
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي، د ایران له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې، د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې پیل شوې.

د حق شناس په وینا، د سړک ياده برخه له دې مخکې هم د ايران له لوري رغول شوې، چې د وخت په تېرېدو سره ويجاړ او یو ځل بیا يې د بيارغونې چارې پيل شوې.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل، د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.

همداراز د افغان کډوالو د وضعیت او بېرته راستنېدو، بشري موضوعاتو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په اړه د سیمه‌ییزو هڅو پر اهمیت بحث شوی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د میدان وردګ ولایت، د مرکز له بېلابېلو خصوصي ښوونځیو له زده کوونکو څخه د یاد فرمان اړوند ازموینه اخیستل شوې ده.
د هوا پېژندنې ریاست سبا (سه‌شنبه، د تلې ۲۱مه) په کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، خوست، لوګر، سمنګان، بغلان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره سیندونو او د خطر سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر محمد زلمی افغان‌یار پوپل وايي، چې اسلامي امارت ولس ته خدمت کول خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/g_zjzw3P42Y
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان ولایت، دولت‌شاه ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک پر مسیر د تګ راتګ د یوې ستونزمنې سیمې د جوړېدو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په کونړ کې د خبریالانو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو رسنیو ودې او پیاوړتیا لپاره ژمن دی.
❤1
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ پوهنتون مسوولینو ته وینا کړې ده.

د لوړو زده کړو وزیر، د یاد پوهنتون مسوولینو ته ویلي، چې د افغانستان اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او یاد تخصصي مرکز باید څېړنیزې هڅې ګړندۍ کړي، د ځوانانو ښه روزنه او له خپلو داخلي سرچینو څخه ښه ګټه واخلي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار د اشغالګرو له لوري پر مجاهدینو د برید کیسه کوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FEw_WyKf8Sw
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي، د ملګرو په شهادت سره مجاهدین نه کمزوري کېدل.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FEw_WyKf8Sw
په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه د اوبو او انرژۍ وزیر لیدنه؛

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي، د سعودي عربستان د انرژي د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې، د انرژي له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي اخندزاده د یادې لیدنې پر مهال، د افغانستان د انرژي سکټور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژي سکټور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.