RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د سنايي غزنوي ښارګوټي رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.
د دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا حمیدالله اخندزاده، د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

دفاع وزارت وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د بشري، اقتصادي، ټولنیزو موضوعاتو او د امنیت د ثبات په اړه خبرې شوې دي.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د هلمند ځايي چارواکي وايي، په امارتي ادارو کې د خلکو ستونزې پر وخت حل کیږي او په دې سره د خلکو او ادارو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان په پلي کېدو سره د ډېرو لګښتونو مخه نیول شوې، چې د خلکو په اقتصادي وضعیت یې مثبت اغېز کړی.
❤1
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي، د ایران له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې، د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې پیل شوې.

د حق شناس په وینا، د سړک ياده برخه له دې مخکې هم د ايران له لوري رغول شوې، چې د وخت په تېرېدو سره ويجاړ او یو ځل بیا يې د بيارغونې چارې پيل شوې.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل، د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.

همداراز د افغان کډوالو د وضعیت او بېرته راستنېدو، بشري موضوعاتو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په اړه د سیمه‌ییزو هڅو پر اهمیت بحث شوی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د میدان وردګ ولایت، د مرکز له بېلابېلو خصوصي ښوونځیو له زده کوونکو څخه د یاد فرمان اړوند ازموینه اخیستل شوې ده.
د هوا پېژندنې ریاست سبا (سه‌شنبه، د تلې ۲۱مه) په کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، خوست، لوګر، سمنګان، بغلان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره سیندونو او د خطر سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر محمد زلمی افغان‌یار پوپل وايي، چې اسلامي امارت ولس ته خدمت کول خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
بشپړه خپرونه:
https://youtu.be/g_zjzw3P42Y
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان ولایت، دولت‌شاه ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک پر مسیر د تګ راتګ د یوې ستونزمنې سیمې د جوړېدو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په کونړ کې د خبریالانو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو رسنیو ودې او پیاوړتیا لپاره ژمن دی.
❤1
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ پوهنتون مسوولینو ته وینا کړې ده.

د لوړو زده کړو وزیر، د یاد پوهنتون مسوولینو ته ویلي، چې د افغانستان اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او یاد تخصصي مرکز باید څېړنیزې هڅې ګړندۍ کړي، د ځوانانو ښه روزنه او له خپلو داخلي سرچینو څخه ښه ګټه واخلي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار د اشغالګرو له لوري پر مجاهدینو د برید کیسه کوي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FEw_WyKf8Sw
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي، د ملګرو په شهادت سره مجاهدین نه کمزوري کېدل.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/FEw_WyKf8Sw
په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه د اوبو او انرژۍ وزیر لیدنه؛

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي، د سعودي عربستان د انرژي د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې، د انرژي له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي اخندزاده د یادې لیدنې پر مهال، د افغانستان د انرژي سکټور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژي سکټور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن سې‌شنبې ورځې نېټه!
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازو له اوکرایني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د روسیې د ډیزلو صادراتو په اړه تړون، د واشنګټن د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي مسکو بېرته مذاکراتو ته راستون شي.

راپور کې راغلي، سټیو ویټکاف او جارډ کوشنر په میامي کې یوې غونډې ته ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتووالی نه لري.

امریکايي پلاوي ویلي، چې دغه تړون به د روسیې، اوکراین او امریکا درې اړخیزو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.