RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي، ډېر ژر به د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام، د وردګ پوهنتون له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شي.
🥰1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د سیاسي چارو شنونکی سمیع الله احمدزی وايي، پاکستان خپل کورنی بحران له واقعیت څخه لوی انځوروي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/JyAAa3oeBL8
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په میدان وردګ ولایت کې د مڼو بڼوال له اسلامي امارت څخه د مڼو حاصلاتو لپاره د لا زیاتو سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نه بخښل کېدونکی جنایت مستند
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني ولایت د لرې پرتې مقر ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت‌الله همت‌یار د خپلو پرله‌پسې هڅو او علمي مینې په پایله کې توانېدلی، چې په بېلابېلو برخو کې پنځه جلده کتابونه ولیکي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
خوست کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ۲۷۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پکتیکا کې سږ کال د جلغوزیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د اوبو او انرژي وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض کې د افغانستان له سفیر شیخ عبدالفتاح رحیمي سره وکتل.

ښاغلي اخندزاده، د سفارت د فعالیتونو، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس، د پکتیا ولایت مخکنی والي ملا مهرالله حماد، د پکتیکا ولایت د والي په توګه او د پکتیکا ولایت مخکنی والي ملا عبد الخالق عابد د پکتیا ولایت د والي په توګه وټاکل شول.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
❤1
د نن چهارشنبې ورځې نېټه!
د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعیدي په ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو بدلونونو په ځانګړې توګه د یمن د وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر وکړ.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې ښاغلی فاتح به په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د سیمه‌ییز نښلون، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه به د غړو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پاکستاني پوځيانو د عمران خان په ملاتړو لاریون کوونکو ډزې کړي


تحریک انصاف ګوند (PTI) پر لاریون کوونکو د برید ویډيوګانې خپرې کړي او ویلي یې دي، چې په دغو ډزو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
😢2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د زابل ولایت په ښارجوی سیمه کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي، چې له کلونو راهیسې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي له معیاري ټولګیو برخمنېږي.

یوه بشرپاله خیریه بنسټ دغو زده‌کوونکو ته د ښوونځي ودانۍ د جوړلو هوډ کړی.

په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي، چې له ډېرې مودې راهیسې د ټولګیو نشتون سربېره له نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نه بښل کېدونکی جنایت | مستند
د هلمند د صفار سیمې اوسېدونکی شېر علي وایي، چې پر ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په هر قانون کې د غندنې وړ دي.

بشپړ مستند⬇️
https://youtu.be/1kzM5KBFAv4
😢1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
نه بښل کېدونکی جنایت | مستند
د هلمند د صفار سیمې اوسېدونکی عبدالخالق وایي، چې پاکستان به د هر وحشت بدل ضرور ویني.

بشپړ مستند⬇️
https://youtu.be/1kzM5KBFAv4
😢1
ن چهارشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د عراق لومړي وزیر علي الزیدي سعودي عربستان ته سفر کړی.

د لبنان الاخبار ورځپاڼې د دغه سفر موخه د عراق د امنیتي او اقتصادي مسایلو او د سیمه‌ییزو بدلونونو څېړنه ښودلې ده.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې امنیتي کړکېچونه او د بغداد او ریاض ترمنځ وروستي اختلافونه دوام لري.