RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.54K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د اسرايیلي ځواکونو له خوا له ۲ زرو څخه زیات فلسطیني ماشومان نیول شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې د فلسطیني بندیانو ټولنې له قوله لیکلي، چې د بندیانو له ډلې۳۵۰ تنه په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

د فلسطیني بندیانو ټولنې له نړیوالو غوښتي، چې د فلسطیني ماشومانو د خپلسره نیولو او شکنجه کولو مخه ونیسي.
😢1
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې په درېیو ولایتونو کې له زیانمنو کورنیو سره د ملاتړ په موخه له یوې موسسې سره د ۱۷۴ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې ادارې په وینا، د یاد هوکړه‌لیک له مخې به د پکتیکا، لوګر او ننګرهار ولایتونو هغو دوه زره او ۹۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي، چې له ۶ تر ۱۲ میاشتو عمر لرونکي ماشومان لري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ویډیو: د ترکیې په استانبول ښار کې د شدیدو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
😭1
د معیار او کیفیت اداره وایي، د نیمروز بندر کې يې له داخلي معیارونو سره په ټکر کې د څه باندې ۵۶ ټنه بټریو د واردېدو مخه نیولي.

د دې ادارې په وینا، دغه دوه محمولې بيټرۍ، چې ټولټال ۵۶.۶۲ ټنه وزن یې درلود، د کیفیت له ارزونې او کنټرول وروسته غیرې معیاري تشخیص او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو مخه ونیول شوه.
د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د دې ولایت د روغتیايي سکتور د ملاتړ په موخه ۵۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي دي.

د یاد دفتر په وینا، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د يونيسف د مرکزي زون له مسولینو سره په لیدنه کې د بشري مرستو پر زیاتوالي او روغتیايي خدمتونو پر پراختیا او دې ولایت کې د روغتونونو پر بیا رغولو خبرې کړي.
نن پنجشنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت پوهنتون اړوند د عمر تدریسي روغتون څخه لیدنه کړې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، نوموړي په دې لیدنه کې په تدریسي روغتونونو کې د طبي ماشینونو او تجهیزاتو پر عصري کولو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، ښاغلي ندیم د کندهار پوهنتون په علمي شورا کې هم ګډون کړی او د دغه پوهنتون مسولین او استادان یې خپلو مسولیتونو ته لا زیاتې پاملرنې ته هڅولي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغان سوداګرو او پانګه‌والو ۵۰ کسیز پلاوي د اندونیزیا په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی د نندارتون په څنډه کې له اندونیزیایي سوداګرو او پانګه‌والو سر د لیدنې ترڅنګ د ګډو پانګونو پر فرصتونو، د صادراتو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني او د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رییس مفتي محمد طاهر احمد په ګډون د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد موزیم رسما پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر دغه موزیم د تېر اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او قربانیو څرګند انځور وباله او د بډاینې لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

مجاهد موزیم کې ۲۶۱ قلمه نظامي او ۲۵۰ قلمه تاریخي اثار راټول شوي دي.
په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د دغه هېواد لپاره د قزاقستان له سفیر داورېن ابایف سره کتلي.

په روسیې کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړیکو او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوي.

دغه راز دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی.
❤3
د کارموندنې خبرتیا!
د راډیو عمومي ریاست کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د بازارموندنې، عوایدو پراختیا او ورزشي پروګرامونو د جذب او سپانسرشیپ کارشناس خالي بست اعلان ته سپارلی.

یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره لاندې لینک کېکاږئ⬇️
https://www.acbar.org/en/jobs/details/146208/d-bazarmondn-aaoaydo-prakhtya-ao-orzshy-proramono-d-gthb-ao-spansrshyp-karshnas
د فراه ولایت مرکز اړوند د شمالګاه په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.

پېښه د یوه ټېلر او لکسل موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
تېره ورځ (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) ۱۷۷ افغان کډوال له پاکستان او ۴۶۲ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د هېواد په درېیو ولایتونو کې یو زر او ۳۴۵ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو په موخه د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، په کندوز کې یو زر او ۲۰۵ کورنیو، په زابل کې ۱۰۰ کورنیو او په بامیان کې ۴۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
❤1
په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۷ زده‌کوونکي او یو ښوونکی مړه شوي او ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چې یو شمېر زده‌کوونکي لا هم د نړېدلي چت تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته.
تر دا مهاله د دغه ښوونځي د چت نړېدو لامل نه دی معلوم شوی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۷/۲۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د هند د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اسلامي امارت او هند ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی.
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص، په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر مردف علي القاشوطي سره کتلي دي.
د چاپېریال ساتنې عمومي اداره وايي، په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، د نړۍوالو چاپېریالي مالي فنډونو څخه د پروژو ترلاسه کولو او شته چاپېریالي ننګونو په اړه خبرې شوې دي.
د قطر سفیر په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو او غږ پر شریکولو سربېره له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو او ګډو همکاریو ژمنه کړې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې، بامیان ولایت د ماینونو او ناچاودو توکو څخه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ملي راپور؛
د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ستانکزي څلور لارې ــ ټانګ لوګر سړک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/laVzDtn9kvk?si=_2PfCqeUv8bUAMOB
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نیمروز کې د زرنج ــ دلارام لویې لارې څخه د ریګ پاکولو پروژه پیل شوه.