RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.7K videos
4 files
5.55K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رییس مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د قزاقستان په استانه ښار کې، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د اوسپنیزې لارې په نویو پروژو، د انتقالاتو په زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو بهیر په ډیجیټلي کولو، د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیاوو، د افغان ـ ټرانس اوسپنیزې لارې پروژې او د بلخ ــ هرات ــ کندهار اوسپنیزې لارې پروژې په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي فاتح همداراز د دې غونډې په څنډه کې د قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره هم کتلي، او د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې او د بلخ ــ هرات ــ کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو د تطبیق او د بلخ ــ هرات ــ کندهار پروژې ته یې د پانګه‌والو په جلب خبرې کړې دي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌ الدین دلاور، د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه کې، د بشري مرستو، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځان‌ بسیاینې په اړه خبرې وکړې.

د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو د اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړی او ویې ویل چې د اتریش او ډنمارک سره صلیبونه پلان لري په ګډه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځان‌ بسیاینې لپاره په نږدې راتلونکي کې نوې پروژه پیل کړي.

د ډنمارک د سره صلیب د اسیا او اروپا برخو مرستیال ویلي، چې د ډنمارک سره صلیب د خپلو بشري فعالیتونو لپاره پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې چې افغانستان پکې مهم ځای لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د شرطې ځانګړو ځواکونو لویې قوماندانۍ د ۳۳۳ ملي عملیاتي قطعې منسوبینو په ځانګړو عملیاتو کې، د لوګر ولایت په اړوند سیمه کې د انسان‌تښتوونکو درې کسیزه ډله نیولې ده.

د قانع په خبره د یادو انسان تښتوونکو له منګولو یې یو ماشوم چې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی ژغورلی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
سیاسي شنونکی سمیر انګار وايي، د سیمې هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې شته ثبات وساتل شي.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/X4uggJWj9RI
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
سیاسي شنونکی زلمی باور وايي، روسیه اوس په دې باور لري چې د افغانستان له امنیت سره د سیمې امنیت تړلی دی.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/X4uggJWj9RI
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
پکتیا کې د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو زده‌کوونکو سره د بېلابېلو وسایلو مرسته شوې. مسوولین وايي د یاد معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ یې لومړیتوب دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې د یو علمي مرکز له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي لپاره غونډه ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، له روسیې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د یاد هېواد د سفارت له استازو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سرطان او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال روسي پلاوي د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په برخو کې، افغان لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
۲۴ خپرونه؛
په کونړ کې د راډیو خبریال محمد ناصر ملنګ‌زی د یاد ولایت، د څوکۍ ولسوالۍ، د دېوه ګل درې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د نویو کورونو د جوړېدو په اړه معلومات ورکوي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن یک شنبې ورځې تاریخ!
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچزد ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او په اوکراین او غزه کې د جګړو د درولو پر اړتیا ټینګار کړی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، سانچز دغه څرګندونې د اسپانیا د سوسیالیست کارګر ګوند په یوې غونډه کې کړې او په یادو سیمو کې یې د جګړو او نښتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
👍1
الجزیرې د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې په بریدونو کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د جمعې په ورځ په بریدونو کې دوه سوداګریز مرکزونه په نښه شوي او د څه باندې یو میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د روسیې په دغو بریدونو کې د اوکراین ۹ سیمې په نښه شوې دي.
❤1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د چارو چټکتیا او د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنې په موخه محتسبینو ته ۱۰۰ عرادې موټر سایکلونه ووېشل شول.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ملګري ملتونه د بې‌‌وزلۍ پر وړاندې د مبارزې، د بشري حقونو تامین او انساني کرامت د ساتنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار کوي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د «القول المبین في توضیح کلام امیرالمومنین حفظه‌الله» تر سرلیک لاندې علمي اثر د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري چاپ شو.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د دغه هېواد پر حکومتي سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره نښتو او د سوداګریزو لارو تړل کېدو د پاکستان سوداګرۍ او اقتصاد ته زیان رسولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د دغې سیمې د کانیزو زېرمو د ترلاسه کولو په موخه شوی او له امریکا سره د پاکستان د حکومت هوکړې د امریکايي شرکتونو د پانګونې لپاره زمینه برابروي.

فضل‌الرحمن بهر ته د پاکستان د پانګې د وتلو په اړه پوښتنه کړې، چې ولې بهرني پانګه‌وال افغانستان ته مخه کوي، خو پاکستاني پانګه‌وال خپله پانګه له دغه هېواده باسي.

نوموړي امنیت، روڼتیا او د قانون حاکمیت د پانګونې د راجلبولو اساسي عوامل بللي او د پاکستان حکومت یې د دغه هېواد د اقتصاد په کمزوري کولو تورن کړی دی.
❤1
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی، چې د ملا عبدالغني برادراخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژه منظور شوه.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به پر شپږ جریبه ځمکه کې د شاوخوا ۸۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد له ټولو وګړو غوښتي، چې له اړمنو سره مرسته وکړي.

نوموړي له ټولو سوداګرو، پانګه‌والو، صنعت‌کارانو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او خیریه مؤسسو غوښتي، چې د اعانه، صدقو، نغدي او غیرنغدي مرستو له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري فعالیتونو ملاتړ وکړي، څو اړمن کسان، یتیمان، کونډې، ناروغان او د پېښو زیانمن شوي کسان له بشري خدمتونو برخمن شي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ د پیل په مراسمو کې وویل، چې یوناما باید خپل تحلیلي راپورونه د بې‌طرفۍ او د افغانستان د عیني واقعیتونو پر بنسټ خپاره کړي.

ښاغلي برادر زیاته کړه، « دا عادلانه نه ده چې په راپور کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې نا دیده ونیول شي او د یو مقابل او متخاصم لوري په څېر په منفي ابعادو پسي وګرځي»