RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.78K subscribers
31.7K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د فراه ولایت د پشت‌کوه ولسوالۍ په انجیران کلي کې د یوه چک‌ډیم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دغه چک‌ډیم د شاوخوا ۱۰۰ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ننګرهار کې یو شمېر بزګران وايي، سږ کال یې د ممپلیو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
❤1👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بلخ کې د یوه علمي او کلتوري بنسټ له لوري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مه ګڼه فرمان د ښه تطبیق او عامه پوهاوي لپاره غونډه ترسره شوه.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ـ جلال‌اباد او کابل ـ بګرام سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارو وروستی وضعیت.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/vQ1Axd2mV2A
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له استازو سره په کتنه د یادو پوهنتونو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.

د لوړو زده کړو وزیر، اړتیاوو ته په پام د هېواد په پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو او څانګو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ندیم همداراز ویلي، چې خصوصي پوهنتونونه په خپلو چارو کې د اسلامي امارت د احکامو او پالیسیو په عملي کولو مکلف دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، په تېره اداره کې د ننګرهار ولایت د سرحدي پولیسو د واکنش کنډک قوماندان بخت جمال عمر‌خېل د دغه کمیسیون له لارې، له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ایران ته د لاوروف د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو د پلي کېدو تعقیبول او همدارنګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې کول دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
سیاسي کارپوه ګلاب‌خان باز وايي، د یوناما له لوري تر اوسه د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته نه دی وړاندې شوی.
بشپړه خپرونه: https://youtu.be/PhAgfUMxxdc
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د پکتیا له حوزوي روغتون سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو په وینا، په دې مرسته کې ۱۲۰ قلمه طبي توکي، د بېړنۍ خونې درمل، د التراساونډ ماشین، ویلچیرونه او د وینې فشار معلومولو سیټونه شامل دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
روزګان کې د غرنیو سیمو او ستونزمنو جغرافیایي شرایطو په منځ کې جوړ شوی ۱۵ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د روزګان ــ کندهار سړک د ۲۴ کیلومتره برخې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په پکتیا کې له ۳ زرو څخه زیاتو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د نن سې شنبې ورځې تاریخ!
د امریکا پوځ د دغه هېواد د سمندري ځواکونو اړوند د یوې پوځي چورلکې لوېدل تأیید کړي دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه چورلکه د اریزونا ایالت د لیک هاواسو ښار ته نږدې لوېدلې ده.

راپورونه زیاتوي، چې د چورلکې دواړه سپاره کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
🥰1
فرانسوي چارواکو د حکومت ضد پراخو لاریونونو وروسته، د ناکراریو او د هټیو د لوټلو په غبرګون کې، د پاریس، لېل او نیس په ګډون د څو ښارونو په ځینو برخو کې د شپې پر ګرځېدو محدودیتونه لګولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې د فرانسې حکومت د امنیتي ناکامیو له امله له نیوکو سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې د بودیجې د کمښت له امله به په غزه کې خپلې مرستې راکمې کړي؛ هغه اقدام چې له کبله به یې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان له حیاتي مرستو بې‌برخې شي.

دغه بنسټ تېره ورځ دوشنبه (د تلې ۲۷مه) اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۶ کال کې د فلسطین لپاره د مرستندویه عملیاتو په موخه ترلاسه شوې بودیجه د تېرو کلونو په پرتله تر نیمايي هم کمه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۴۵۰ميليونه ډالرو اضافي بوديجې ته اړتیا لري.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې له یوې مؤسسې سره د ۹۶۹ زره او ۷۵۲ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌ لاسلیک کړه.

دغه هوکړه‌لیک د بامیان د مرکز په ګډون په یکاولنګ لومړۍ، دویمه او سیغان ولسوالیو کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه لاسلیک شوی.

د هوکړه‌لیک له مخې به، دوه زره او ۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي او په ۱۴ کلیو کې به د عامه پوهاوي او د پېښو د خطرونو د کمولو پروګرامونه پلي شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي نن د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ پروسې د پایلو اعلان غونډې کې وویل، چې د خصوصي روغتیایي سکټور اصلاح د یاد وزارت په لومړیتوبونو کې ده.
ښاغلي جلالي زیاته کړه، د نرخونو کنټرول، د شفري نسخو او خپلسرو خدماتو مخنیوی، باکیفیته او د اسلامي امارت له پالیسۍ مطابق د خدماتو وړاندې کول له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي.
❤1