RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.53K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پانګه‌والو او خصوصي سکټور ته په لسو سکټورونو کې د پانګونې زر فرصتونه معرفي کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالره واردات لري، چې ډېره برخه یې ماشین‌الات او خام مواد جوړوي؛ هغه څه چې په هېواد کې د پانګونې پراخ فرصتونه په ګوته کوي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې دغه وزارت پلان لري څو د پانګونې نور زر فرصتونه هم تحلیل او وارزوي.

د یادونې وړ ده، چې د پانګونې نوي فرصتونه د افغانستان د پانګونې ریاست پر وېب‌پاڼه خپاره شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د شمال زون د ساتنمنانو له مرکز څخه ۳۵۸ تنه شرطه منسوبینو د پوځي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
۳۴ خپرونه؛ د اقتصاد وزارت له مسلکي مرستیال عبدالطيف نظري سره ځانګړې مرکه⬇️
https://www.youtube.com/live/8_aXPu8YT5Q?si=ItLDTPHF9xHG8UMb
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره د سن‌پترزبورګ په ښار کې لیدلي دي.


کرملین ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوکراین د کړکېچ د حل پر لارو چارو، د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ د درې‌اړخیزو خبرو اترو د بیا پیل او د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


د کرملین په وینا، ښاغلي پوتین د منځني ختیځ او ایران د کړکېچونو په حل کې د روسیې د مرستې چمتووالی هم څرګند کړی دی.


له بلې خوا، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي دغه لیدنه د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام بللی او د مذاکراتو د پرمختګ لپاره یې د تخنیکي خبرو اترو د پیل پر اهمیت ټینګار کړی دی.
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د سیاسي چارو کارپوه ګل اغا حسني صاحب‌زاده وايي، د افغانستان جغرافیايي موقیعت د لویو قدرتونو لپاره ارزښت لري.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/-2YcC2WAEK8?si=Zj4l8bszihwH5eXK
👍1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د اهل السنه و الجماعه عقیدې کتاب د تشریح مراسم د راډیو عمومي ریاست په تالار کې ترسره شول.
👍2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د دایکندي ولایت یو شمېر موټر چلوونکي او سوداګر د دایکندي ـ کندهار او د دایکندي ـ کابل پر عمومي لارو د امنیت له ټینګښت څخه هرکلی کوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پنجشېر ولایت د پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، په بېلابېلو برخو کې له ۱۵ میلیونه افغانیو زیاته بودیجه لګولې ده.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کاپیسا ولایت د ادارې کمپلکس پارک چې څه باندې ۱۷زره متره مربع مساحت لري د یونسف د سل زره امریکا يي ډالرو په ارزښت ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت بیا رغول کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لوړو زده کړو وزیر د لوګر پوهنتون د خبریالانو فراغت غونډ کې کړی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بریالي ژوند لارښودونکي اصول تر سرلیک لاندې د نوي کتاب مخکتنه وشوه.
د نن پنچشنبې ورځې تاریخ!
ان‌بي‌سي نیوز شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا په وروستیو ورځو کې د لوېدیځې اسیا په بېلابېلو سیمو کې د خپلو پوځي ځواکونو شمېر کم کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په سیمه کې د امریکا په ځینو پوځي اډو او مرکزونو کې د ځواکونو د حضور او ځای پر ځای کولو په کچه کې بدلونونه راغلي دي.

خو تر اوسه د کم شویو ځواکونو د شمېراو د هغوی د ځای پر ځای کېدو د اصلي سیمو په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.
ټولګټو وزارت وایي، چې د کاپیسا ولایت د صیاد پل څخه تر ګلدان چوک پورې د ۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۷ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت پيل شوې.
د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، په یاده پروژه کې د سړک د فرش اساسي بیارغونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو ترمیم او جوړل شامل دي، چې د پینځو میاشتو په موده کې به بشپړه شي
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
بغلان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه کې جوړه شوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
بغلان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د سمنګان ولایت په مرکز اېبک او شپږو ولسوالیو کې د ۶۶ میلیونه او ۷۶۷ زره افغانیو په لګښت د ۲۵ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یادو پروژو کې ۱۲ د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکو، د اوبو د یوې لویې ذخېرې، د ۲۵۰ متره کانال، استنادي دیوال او ولایتي روغتون کې د ۳۶ تشنابونو جوړول شامل دي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، چې د روانې اوونۍ پرمهال یې په ټول هېواد کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده. په دغو قضیو کې جبري نکاح، میراث، مهر، نفقه او طلاق شامل دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې په پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان د کوډګرۍ په تور نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت همداراز خبر ورکړی، چې د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ یې۱۲ پخوانۍ دښمنۍ حل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوې دي.
۱- د کندهار ولایت بولدک ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار؛ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس په توګه.
۲ـ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مخکنی عمومي رئیس ملا محمد یوسف مستري؛ د لوګر ولایت د مرستیال په توګه.
۳ـ د لوګر ولایت مخکنی مرستیال مولوي انعام الله؛ د کندهار ولایت بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.
👍1