RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د خوست د امنیه قومندانۍ د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ويلي، په هېواد کې اوسنی امنیت د امنیتي منسوبینو او د ولسونو ګډ کار ثمره ده او د دې سبب شوې چې هېواد د پرمختګ او ابادۍ پر لور روان دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شل‌کلن مزل؛
د بامیان امنیه قومندان مولوي محمد حبیب‌الله شاکر وايي، امریکا او متحدینو یې غوښتل چې افغانستان ته غربي مفکوره راوړي.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/iqNMoqRf-bk
د کانونو او پټرولیم وزارت د ننګرهار ولایت د سپین‌غر ولسوالۍ د شینوارۍ سیمې د تالک کان د دویم بلاک قرارداد، چې ۹.۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري، له یوه خصوصي کورني شرکت سره لاسلیک کړ.


د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه قرارداد ارزښت له ۵۷ میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات دی او موده یې ۱۵ کاله ټاکل شوې ده.


د یاد وزارت په وینا، قراردادي شرکت به د هر ټن تالک په بدل کې د ۱ زره او ۳۷۵ افغانیو حق‌الامتیاز ورکولو سربېره، د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې تر ۳۰۳ زره ډالرو زیاته پانګونه هم وکړي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې له مخې، په لوګر ولایت کې د جهادي اثارو او اسنادو د راټولولو او د جهاد د تاریخ د تدوین په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه.


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رییس قاري احمدالله سعیدخوستي ویلي، د جهادي اثارو د ساتنې لپاره به د هېواد په شپږو زونونو کې موزیمونه او په هر ولایت کې به د شهیدانو په نوم یو منار جوړ شي.


په دې غونډه کې د لوګر والي له جهادي مشرانو او خلکو وغوښتل، چې د جهادي دورو اړوند تاریخي اثار او اسناد اړوندو ادارو ته وسپاري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
یو صالح زلمی په ټولنیز ژوند کې د ټولنې د اصلاح او د ناخوالو د مخنیوي او د غربي دسیسو د شنډولو او د کلتوري یرغل پر وړاندې درېدو مسولیت لري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
غور کې د منار علمي او فرهنګي ټولنې له لوري د ناوړه دودونو د پېژندنې او مخنیوي په موخه علمي سیمینار جوړ شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د برېښنا شرکت ویاند قاري محمد صادق حق‌پرست د ترکمنستان ـ دشت الوان ـ ارغندې د برېښنا لېږد پروژې په اړه معلومات ورکوي.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/EgXhGbOGRJM
😍1
‏د نن یکشنبې ورځې تاریخ!
د نورستان ولايت په وانت ولسوالۍ کې قیمتي او نیمه قیمتي ‌‌ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې، د ۲۸ میلیونه او ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

په یادو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کې بیروج او کنزیټ شامل وو، چې د وانت او وایګل ولسوالیو له کانونو را ایستل شوي وې.
د مسوولینو په وینا، د یادو ډبرو له پلور وروسته دوه میلیونه او۸۶۸ زره افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، تېره میاشت ۳۸۸ حقوقي قضیو ته رسېدنه شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د ترکمنستان د تېلو او ګازو په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د کرکي ـ کابل د برېښنا لېږد پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته تر ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د خوست د امنیه قومندانۍ د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، په هېواد کې اوسنی امنیت د امنیتي منسوبینو او د ولسونو ګډ کار ثمره ده.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني نن د روغتیا دویم نړیوال نندارتون غونډه کې د افغانستان د روغتیایي نظام پرمختګ لپاره د کورنیو او نړیوالو شریکانو، مسلکي ټولنو او خصوصي سکټور همکاري ارزښتمنه وبلله.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، په ګډ کارکولو سره کولای شو د افغانستان روغتیایي نظام پیاوړی کړو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر د رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي په انقره کې د مېشتو افغان کډوالو له یو شمېر استازو سره لیدلي دي.
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/ph-trkyh-k-afghan-koalo-khpl-stonz-d-koalo-charo-ozart-lh-ll-shoy-plaoy-srh-shryk-k
د افغان ګاز امارتي شرکت اجراییوي رییس مولوي اخترمحمد منصور، د یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنسان د نفت او ګازو نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، د دغه سفر پر مهال ښاغلي منصور د ګاز د استخراج پروسس، لېږد او وېش په برخو کې د پرمختللو تجهیزاتو او معیاري ټکنالوژیو کارول د افغان ګاز شرکت له مهمو لومړیتوبونو څخه بللي.
دغه راز د معتبرو نړیوالو شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د مستقیمو تخنیکي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د علمي پوهې او تخصصي تجربو پر شریکولو، د نوې ټکنالوژۍ پر کارونې او د افغان ګاز په سکټور کې د پانګونې پر راجلبولو ټینګار شوی.
❤1
سرپل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د مرستیال مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ، د اسلامي شریعت د احکامو پلي کولو او د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ولسي غونډه وشوه.

د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع په دې غونډه کې وویل، چې افغان ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د یووالي او اتحاد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او له ولسونو یې وغوښتل چې د تفرقه خپروونکو تبلیغاتو پر وړاندې هوښیار اوسي.

ښاغلي شجاع همداراز له هېواد څخه بهر مېشتو افغانانو غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د هرات ولایت مقام وايي، د یاد ولایت د صنعتي تولیداتو صادرات په تېره یوه میاشت کې ۹۷ سلنه زیات شوي دي.

همدارنګه په دې موده کې د کرنې او مالدارۍ ۴۱ ډوله محصولات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/sadrat-tolydat-snaaty-hrat-drsd-afzaysh-yafth-ast
د ټولګټو چارو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني، روزګان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو شمېر ټولګټو پروژو ترڅنګ د روزګان ــ کندهار لویې لارې او د روزګان له مرکز څخه تر خاص روزګان ولسوالۍ پورې د لویې لارو رغنېزې چارې ارزولې دي.

ښاغلي ثاني د یادو پروژو د چارو پرمختګ او د رغنیزو فعالیتونو وضعیت له نږدې څارلی دی.