RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مفتي عبدالمتین سعید، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او چارو ادارې استازو د یوه روسي شرکت له استازو سره په کتنه کې د افغانستان د کاني زېرمو د سروې، اکتشاف او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په یاد کتنه کې د یاد شرکت له مسوولینو سره د کاني زېرمو د سروې او اکتشاپ پر بېلابېلو اړخونو د پانګونې پر فرصتونو او د عملي چارو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال ویلي، چې افغانستان د کاني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی او د دې زېرمو د دقیقې سروې او اکتشاف له لارې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرېدای شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې غونډه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د هېواد د کاني زېرمو د سروې او اکتشاف په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وشو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني د جهادي اثارو د ساتنې په سیمینار کې د جهادي اثارو او اسنادو پر رښتینې او بې‌طرفه راټولولو ټینګار وکړ.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۸/۰۳
د کډوالو او راستنېدونکو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي په انقره کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې له نږدې اورېدلې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د جهادي اثارو د ساتنې په سیمینار کې ټینګار کړی، چې د شهیدانو کارنامې او جهادي اثار باید په دقت ولوستل شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په نیمروز ولایت کې له سوداګرو د زور زیاتي له لارې د پیسو پر اخیستلو تورن کسان نیول شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اسلامۍ امارت په راتګ سره په دغه ولسوالۍ کې زیات شمېر دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
خوست کې د طبیعي پېښو له لسګونو زیان‌ ګالو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پکتیکا ځوانانو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او په هر ډول شرایطو کې یې له نظام سره پر بشپړې همکارۍ ټینګار کړی دی.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د مالیاتي ورکړو د اسانتیا او د عوایدو راټولولو د روڼتیا په موخه، د بلخ مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو چلوونکو ته بانکي کارتونه ووېشل شول.
د پنجشېر ولایت مقام اعلان کړی، چې د لومړي ځل لپاره به د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوي زمرد د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې د پلور سیالۍ ته وړاندې شي.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم، دغه ګام د دغه ولایت د کانونو، په ځانګړي ډول د زمردو، د ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره یو فرصت بللی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري پر درنو کارونو بوختو او راستنو شویو ۶۱۰ تنه ماشومانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له وچکالۍ ځپلو ۵۰۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دغه شرکت یوې ایربس A310 الوتکې د تخنیکي معایناتو له بشپړېدو وروسته نن (یکشنبه، د لړم ۳ مه) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه بریالۍ ازمایښتي الوتنه وکړه.

د یاد شرکت په وینا، یاده الوتکه به د اړینو تخنیکي ارزونو او مرحلو له بشپړېدو وروسته کورنيو او نړيوالو الوتنو ته چمتو شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
۲۴خپرونه؛
د کندز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې.
په کندز کې د راډیو خبریال عجب‌ګل عاطف په دې اړه نور جزییات ورکوي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، په یوه غونډه کې د دغه وزارت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو د حقونو په تامین کې د خنډونو پر وړاندې تسلیم نه شي او د صبر او استقامت لاره خپله کړي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
👍2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امارتي پوهنتونونو د کیمیا، ریاضي او و ترنرۍ څانګو د تجربو ترسره کولو لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د بانکونو ټولنو له لوري د بانکي سکټور د همغږۍ کنفرانس ترسره شو.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا پینځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۵ پخوانۍ دښمنۍ او شخړې حل و فصل کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، یادې شخړې په دایکنډي، نورستان، بامیان، کابل، تخار، سرپل، خوست او غزني ولایتونو کې حل شوې دي.