This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري پر درنو کارونو بوختو او راستنو شویو ۶۱۰ تنه ماشومانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له وچکالۍ ځپلو ۵۰۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دغه شرکت یوې ایربس A310 الوتکې د تخنیکي معایناتو له بشپړېدو وروسته نن (یکشنبه، د لړم ۳ مه) د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه بریالۍ ازمایښتي الوتنه وکړه.
د یاد شرکت په وینا، یاده الوتکه به د اړینو تخنیکي ارزونو او مرحلو له بشپړېدو وروسته کورنيو او نړيوالو الوتنو ته چمتو شي.
د یاد شرکت په وینا، یاده الوتکه به د اړینو تخنیکي ارزونو او مرحلو له بشپړېدو وروسته کورنيو او نړيوالو الوتنو ته چمتو شي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
۲۴خپرونه؛
د کندز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې.
په کندز کې د راډیو خبریال عجبګل عاطف په دې اړه نور جزییات ورکوي.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، په یوه غونډه کې د دغه وزارت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو د حقونو په تامین کې د خنډونو پر وړاندې تسلیم نه شي او د صبر او استقامت لاره خپله کړي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د امارتي پوهنتونونو د کیمیا، ریاضي او و ترنرۍ څانګو د تجربو ترسره کولو لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د افغانستان د بانکونو ټولنو له لوري د بانکي سکټور د همغږۍ کنفرانس ترسره شو.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا پینځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۵ پخوانۍ دښمنۍ او شخړې حل و فصل کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، یادې شخړې په دایکنډي، نورستان، بامیان، کابل، تخار، سرپل، خوست او غزني ولایتونو کې حل شوې دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د لوېدیځې اروپا څو هېوادونه د ایران پر ضد د جګړې له احتمالي بیا پیل سره مخالفت کوي.
د راپور له مخې، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بیو بېسارې لوړېدو په اروپا کې د ژوند د لګښتونو کړکېچ لا پسې سخت کړی دی.
د راپور پر بنسټ، جرمني او بریټانیا هغه هېوادونه دي چې د امریکا او اسرائیلي رژیم له لوري پر ایران د بریدونو په پیل کې یې چوپتیا غوره کړې وه، خو اوس د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کوي.

👍1
د افغانستان مالیې وزارت په وروستیو څو ورځو کې په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې په بشپړه توګه ناسمې بللې دي.
دغه وزارت د یادو اوازو په ردولو سره ډاډ ورکړی، چې د دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه به د عادي بهیر له مخې، له کومې ستونزې پرته او پر ټاکلي وخت ورکړل شي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو سرحدي لارې کمېساري وايي، چې د لومړي ځل لپاره د نیمروز د ورېښمو او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک سرحدي لارو ترمنځ د ټرانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شوی دی.
د یادې کمېسارۍ په وینا، دا ګام د ټرانزیټي بهیر د اسانتیا، د سوداګریزو توکو د لېږد د چټکتیا، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.
د دغې سرحدي لارې د ۲۴ ساعته فعالیت له پیلېدو سره، د وارداتي او صادراتي توکو د لېږدوونکو موټرو شمېر، چې تر دې وړاندې په ورځ کې شاوخوا ۴۰۰ موټرو ته رسېده، اوس په شپه او ورځ کې نږدې ۸۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د اسلامي هېوادونو د معیارونو او مترولوژۍ انستیتیوت (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته رسېدلی.
ټاکل شوې ده، چې دا نړیواله غونډه د روان میلادي کال د اکټوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/d-maayar-ao-kyfyt-adar-plaoy-d-smiic-ph-aamomy-ghonh-k-d-on-lparh-rosy-th-orsd

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي د یوه پلاوي په مشرۍ د کندهار ولایت د میوند شهیدانو له زیارت او د اتلې ملالې میوند له مقبرې څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو لهمخې، د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي ابداتو د اوسني وضعیت ارزونه، د ساتنې او خوندیتوب د اړتیاوو معلومول او د اساسي ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو څېړل وو.
د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو لهمخې، د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي ابداتو د اوسني وضعیت ارزونه، د ساتنې او خوندیتوب د اړتیاوو معلومول او د اساسي ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو څېړل وو.
د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ټولګټو وزیر روزګان ولایت ته سفر پر مهال له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې ده.
👍1
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د ولایتي سفرونو په لړ کې کندوز ولایت سفر کړی دی.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/d-ranspor-ao-hoayy-chlnd-ozyr-kndoz-th-sfr-ok

په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، د کویټ د مالیې وزیر ډاکټر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي او د قضایي چارو د غوښتنو او ادارې هیئت له رییس سید محمد السید یوسف الرفاعي سره وکتل.
په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګونو، سوداګریزو اړیکو، د پانګونې پر فرصتونو او قضايي بهير خبرې وشوې.
همداراز دواړو لوریو پر دوه اړخيزو همکاريو او ګډې همغږۍ ټینګار کړی دی.

د لوړو زدهکړو وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د خصوصي پوهنتونونو کمېسیون ناسته ترسره شوه.
د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې شیخ نداء محمد ندیم په کاري چارو کې د معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ورځنیو او اوږدمهالو چارو کې د لوړو زدهکړو اصول او معیارونه په پام کې ونیسي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/d-khsosy-pohntonono-kmsyon-nasth-oshoh
د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې شیخ نداء محمد ندیم په کاري چارو کې د معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په ورځنیو او اوږدمهالو چارو کې د لوړو زدهکړو اصول او معیارونه په پام کې ونیسي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/d-khsosy-pohntonono-kmsyon-nasth-oshoh
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۸/۰۴
کابل ښار ته له شاه او عروس بند څخه د اوبو لېږد تړون لاسلیک شو.