RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.6K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې تړون لاسلیک کړ.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي غلام‌الرحمن کظیم ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/krardad-antkal-ab-az-bnd-shah-o-aaros-bh-shhr-kabl-amda-shd
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري، د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې « د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ» ولسي غونډه ترسره شوه.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفيع الله ثاقب د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او یاده یې کړه چې دغه وزارت په ټول هېواد کې تر دا مهاله له څلور زره زیاتې شخړې حل کړې دي.

همداراز د دیني علماوو او قومي مشرانو له لوري له اسلامي نظام څخه پر ملاتړ ټینګار وشو.
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له رییس توساکا سوتا سره لیدلي دي.

د اقتصاد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، له افغانستان سره د جاپان د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام او د پراختیايي پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، جاپاني لوري له افغانستان سره د بشري او پراختیايي همکاریو په ځانګړې ډول د بدیل معیشت، روغتیا، زده‌کړو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د دوام ډاډ ورکړی دی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري، د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په شریک شویو لومړیتوبونو کې، راستنېدونکو ته د همېشنۍ سرپناه برابرول، زده کړو او روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د لومړنیو بشري مرستو رسول شامل دي.

د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو ژمنه کړې، چې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د شریک شویو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د کابل ښار په باغ بالا کې د یوه عصري پارک د روانو چارو بشپړ جزییات!
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/sSezojoU8VA
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
په پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي، د پاکستان د رامنځته کېدو له وخته تر نن ورځې پورې دغه هېواد له افغانستان سره دښمني کړې ده.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/64cC7hkz9DI
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
په پاکستان کې مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي، د پاکستان پوځي رژیم غواړي د خپلو داخلي ستونزو او ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/64cC7hkz9DI
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
بدلون؛
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیاض صافی وايي، هېڅ هېواد حق نه لري چې د سوداګرو له اجازې پرته د سوداګرو مالونه لیلام کړي.
بشپړه خپرونه⬇️
https://youtu.be/64cC7hkz9DI
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په غزني کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت یوه معیاري سړه خونه جوړه شوې چې د زر ټنه میوو د ساتنې ظرفیت لري.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په نورستان کې له څه باندې ۳۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د اتو بېلابېلو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د میدان وردګ ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې له لسګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې له لسګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د لغمان په فراشغان ولسوالۍ کې « د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ» ولسي غونډه ترسره شوه.
👍2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
شل کلن مزل؛
د بامیان امنیه قوماندان مولوي محمد حبیب‌الله شاکر وايي، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله ډېر مهربان و.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/TMg-p1T2MdM
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
۲۴ خپرونه؛
په لوګر کې د راډیو خبریال سمیع الله عیسی‌خېل په دغه ولایت کې د جهادي اثارو د راټولو د روان بهیر په اړه جزییات ورکوي.
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
کاوش؛
د اقتصادي چارو کارپوه محمد شبیر بشیري وايي، چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز په توګه د افغانستان د بدلولو لپاره باید د هېواد د لویو لارو په بیارغونه پانګونه وشي.
بشپړه خپرونه👇
https://youtu.be/WeLaLRQKKSM
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د پاکستان د پارلماني چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې اسلام اباد به د هغو ترهګریزو فعالیتونو د پای رسولو لپاره اقدام وکړي چې په وینایې له افغانستان څخه سرچینه اخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د اسرائیلو له لوري د مېشت‌ځایونو د پراختیا، د فلسطینیانو له خپلو سیمو څخه د جبري ایستلو او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت‌کېدونکو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
ګوټریش پر خپلې ایکس‌پاڼې خبرداری ورکړی، چې د دې وضعیت دوام د ځپنې فضا رامنځته کوي او د قومي تصفیې خطر زیاتوي.
هغه ټینګار کړی، چې دغه اقدامات باید پای ته ورسېږي او د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو د مشروع حق له تحقق پرته په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی.