RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
3.79K subscribers
31.6K photos
16.5K videos
4 files
5.52K links
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د معیار او کیفیت ادارې پلاوی د اسلامي هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته تللی دی.
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي اداره وايي چې تېره یوه میاشت کې یې له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ګاز صادروونکو هېوادونو د ټولنې په اتمه سرمشریزه کې د ګډون او وینا په موخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.


د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پزشکیان به د دې غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر او د غونډې له یو شمېر نورو ګډونوالو مشرانو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.
د نن سې شنبې ورځې تاریخ!
روسیې او اوکراین د سې‌شنبې په ورځ د روسیې تر کنټرول لاندې په اولشکي ښار کې د لنډ مهاله اوربند د ټینګښت خبر ورکړ.

د دغه اوربند موخه په یاد ښار کې د بشري مرستو رسولو لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د مسکو پر وخت د سهار له څلورو بجو راهیسې د اوکراین د خرسون ښار پر لوري د توپونو بریدونه درول شوي، څو په اولشکي ښار کې د بشري مرستو د عملیاتو د پیل لپاره زمینه برابره شي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ترکیې هېواد د میډیپول روغتونونو او روزنیز ګروپ له پلاوي او د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه کې د روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په لیدنه کې د ترکیې له پلاوي سره د ځانګړي روغتون د جوړولو، د امبولانسونو د بېړنیو خدمتونو، د تجربو د شریکولو او د روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې د همکارۍ طرحې وڅېړل شوې.

همداراز، د سنچارک ولسوالۍ قومي مشرانو د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د موجوده روغتون د امکاناتو د لوړولو او په دې ولسوالۍ کې د یوه عمومي روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انستیتیوت رییس عبیدالله اخندزاده د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس پروفیسر عثمان بکر سره لیدلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ښوونیزو او علمي همکاریو پر پراختیا، افغان ‌ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو او د متخصصینو د تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

همداراز، ښاغلي اخندزاده د «ګډې همکارۍ له لارې هوساینه» تر سرلیک لاندې د یوې ورځې نړیوال سمپوزیم په څنډه کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ له مشرې، داتو روز شازیلا عثمان سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو انسټیټیوټونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ترکیې پلاوي د راډیو عمومي ریاست له لوی رییس او نورو مسولینو سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د کندهار ولایت په سپین‌بولدک او لوړ شاه‌ولیکوټ ولسوالیو کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې.
په دغو پروژو کې د یو زرو او۳۱۰ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۳.۶۱ کیلو متره په اوږدوالي د جغلي سړک او ۵۴۵ متره په اوږدوالي د معبر جوړول شامل دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د «عقیده اهل السنة والجماعة» کتاب د علمي ارزښت، هر اړخیزتیا او اهمیت په اړه علمي غونډه کې وويل، چې دغه اثر د اسلامي عقیدې په زده‌کړه او پیاوړتیا کې اغېزناک دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/news/nshst-aalmy-drbarh-arzsh-ktab-aakydh-ahl-alsn-oalgmaaa-brgzar-shd
د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته «د ماشومانو د اصلاح او تربیې(دارالتأدیب) مرکزونو» د لېږد مؤظف شوي پلاوي خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه او د دغو مرکزونو د لېږد رسمي چارې یې پیل کړې.
نور ولولئ ⬇️

https://rta.af/news/rond-rsmy-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh-aghaz-shd
❤1
د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادي‌الاولی میاشتې پر اوومه نیټه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴م ګڼه حکم له مخې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه (دارالتأدیب) د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې بېل او عدلیې وزارت ته ولېږدول شول.
نور ولولئ⬇️

https://rta.af/leader-decrees/hkm-aaalykdr-amyralmomnyn-hfthhallh-drbarh-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غوښې تولید او پروسس( مسلخ) په برخه کې د امارتي شرکت فعالیتونه.
د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو اوساحوي قول‌اردوګانو ۱۱۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

ورته مهال یادو فارغانو ډاډ ورکړی چې د هېواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د هلمند له دوه‌لارې تر هراته د عمومي لویې لارې د لومړۍ او څلورمې برخې د بیارغونې پروژې، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي، منظور شوې ده.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/shahrah-aamomy-az-dorahy-hlmnd-ta-hrat-bazsazy-myshod
د کورنیو چارو وزارت له لوري، هغو کسانو ته چې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره یې د وسلو ګرځولو جوازونه ترلاسه کړي، خبرداری ورکړل شوی، چې له یادو وسلو څخه یوازې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره کار واخلي.

د دغه وزارت د خبرتیا پر بنسټ، یاد کسان یوازې د خپل کور د ساتنې لپاره د ورکړل شوې وسلې د کارولو اجازه لري او د دغې وسلې کارول د ځان ساتنې، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو هېوادونو له متخصصینو سره په انلاین ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/gftogoy-afghanstan-o-azbkstan-drbarh-gstrsh-hmkaryhay-zraaaty
❤1
د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۹۸ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

یادې ادارې همداراز ویلي، چې په دغه موده کې د هېواد د وارداتو ارزښت له ۶ میلیارده او ۶۵۶ میلیونو ډالرو څخه زیات و.

وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدني مواد او کرنیز تخمونه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۸/۰۵
د بهرنیو چارو وزیر د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت په اړه علمي غونډه کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، ځوانانو او محصلینو ته په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی نسل به د اسلامي شریعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکي وي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې تعصب له منځه وړل شوی او ټول یو ملت دي.