د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته «د ماشومانو د اصلاح او تربیې(دارالتأدیب) مرکزونو» د لېږد مؤظف شوي پلاوي خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه او د دغو مرکزونو د لېږد رسمي چارې یې پیل کړې.
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/rond-rsmy-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh-aghaz-shd
نور ولولئ ⬇️
https://rta.af/news/rond-rsmy-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh-aghaz-shd
❤1
د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جماديالاولی میاشتې پر اوومه نیټه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۴م ګڼه حکم له مخې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه (دارالتأدیب) د زندانونو چارو د تنظیم له ادارې بېل او عدلیې وزارت ته ولېږدول شول.
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/leader-decrees/hkm-aaalykdr-amyralmomnyn-hfthhallh-drbarh-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh
نور ولولئ⬇️
https://rta.af/leader-decrees/hkm-aaalykdr-amyralmomnyn-hfthhallh-drbarh-antkal-mrakz-aslah-o-trbyt-atfal-bh-ozart-aadlyh
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د غوښې تولید او پروسس( مسلخ) په برخه کې د امارتي شرکت فعالیتونه.
د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو اوساحوي قولاردوګانو ۱۱۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
ورته مهال یادو فارغانو ډاډ ورکړی چې د هېواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
ورته مهال یادو فارغانو ډاډ ورکړی چې د هېواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د هلمند له دوهلارې تر هراته د عمومي لویې لارې د لومړۍ او څلورمې برخې د بیارغونې پروژې، چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي، منظور شوې ده.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/shahrah-aamomy-az-dorahy-hlmnd-ta-hrat-bazsazy-myshod
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/shahrah-aamomy-az-dorahy-hlmnd-ta-hrat-bazsazy-myshod
د کورنیو چارو وزارت له لوري، هغو کسانو ته چې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره یې د وسلو ګرځولو جوازونه ترلاسه کړي، خبرداری ورکړل شوی، چې له یادو وسلو څخه یوازې د خپلو شخصي کورونو د ساتنې لپاره کار واخلي.
د دغه وزارت د خبرتیا پر بنسټ، یاد کسان یوازې د خپل کور د ساتنې لپاره د ورکړل شوې وسلې د کارولو اجازه لري او د دغې وسلې کارول د ځان ساتنې، دوکان، سوداګریز ځای یا نورو موخو لپاره د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو هېوادونو له متخصصینو سره په انلاین ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/gftogoy-afghanstan-o-azbkstan-drbarh-gstrsh-hmkaryhay-zraaaty
نور ولولئ👇
https://rta.af/news/gftogoy-afghanstan-o-azbkstan-drbarh-gstrsh-hmkaryhay-zraaaty
❤1
د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۹۸ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.
یادې ادارې همداراز ویلي، چې په دغه موده کې د هېواد د وارداتو ارزښت له ۶ میلیارده او ۶۵۶ میلیونو ډالرو څخه زیات و.
وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدني مواد او کرنیز تخمونه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.
یادې ادارې همداراز ویلي، چې په دغه موده کې د هېواد د وارداتو ارزښت له ۶ میلیارده او ۶۵۶ میلیونو ډالرو څخه زیات و.
وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، معدني مواد او کرنیز تخمونه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه بلل شوي دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
لنډ خبرونه | ۱۴۰۵/۰۸/۰۵
د بهرنیو چارو وزیر د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت په اړه علمي غونډه کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري
د بهرنیو چارو وزیر د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب د علمي ارزښت په اړه علمي غونډه کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي ټولنې هر وګړی باید د عقیدوي مسایلو په اړه پوره پوهاوی ولري
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزیر شیخ محمد خالد حنفي، ځوانانو او محصلینو ته په یوه غونډه کې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی نسل به د اسلامي شریعت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ارزښتونو ساتونکي وي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې تعصب له منځه وړل شوی او ټول یو ملت دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې تعصب له منځه وړل شوی او ټول یو ملت دي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي «له نشهيې توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د نشهيي توکو د کښت د ساحوي څارنې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو سره همغږۍ ته چمتو دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره د دغه بنسټ د پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي منصور د یونیسف د همکاریو د ستاینې ترڅنګ، د پروژو پر باکیفیته او پر وخت پلي کېدو ټینګار کړی دی.
د یونیسف دفتر استازې ډاډ ورکړی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همکارۍ سره به نورې پراختیايي پروژې هم پلي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه، واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه، په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، دیپلوماتانو او د نړیوالو سازمانونو استازو په ګډون ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې د نشهيي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ پریکنده او قاطع بللی دی.
ښاغلي متقي د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د نشهيي توکو کښت او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او په وینا یې، که نړیواله ټولنه یې مخنیوي ته پاملرنه ونه کړي، د یادې پدیدې په اړه به د افغانستان مبارزه نیمګړې پاتې شي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د نشه يي توکو مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکارۍ او سیمهییزه همغږي اړینه بللې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.

😱1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، اوس مهال پاکستان په سیاسي او اقتصادي توګه ستر زیان لیدلی دی.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/-rtliCJ7Spk
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، اوس مهال پاکستان په سیاسي او اقتصادي توګه ستر زیان لیدلی دی.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/-rtliCJ7Spk
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره لیدلي دي.
مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې په هېواد کې د دیني علومو پرمختګ مثبت بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی.
ورته مهال شیخ محمد ابراهیم ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، جهادي مدرسو د نورو دیني مرکزونو ترڅنګ د پام وړ پرمختګ کړی دی
مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې په هېواد کې د دیني علومو پرمختګ مثبت بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی.
ورته مهال شیخ محمد ابراهیم ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، جهادي مدرسو د نورو دیني مرکزونو ترڅنګ د پام وړ پرمختګ کړی دی
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، پوځي رژیم د پاکستان جغرافیه اشغال کړې ده.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/-rtliCJ7Spk
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، پوځي رژیم د پاکستان جغرافیه اشغال کړې ده.
بشپړه خپرونه
https://youtu.be/-rtliCJ7Spk
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
مسیر؛
د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون وايي، د پاکستان پوځي رژیم د مالي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جګړې پر مخ وړي.
بشپړه خپرونه👇

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې له دې وروسته په خوښیو او د خوشحالۍ په مراسمو کې د پټاقیو او نورو هغو غږ لرونکو توکو پر کارولو بشپړ بندیز ولګول شو، چې د خلکو د وېرې او رواني نا ارامۍ سبب کېږي.
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له فارمونو څخه د راټولو شویو زیتونو د پروسس بهیر پیل شو.
❤1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
په کونړ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې وپلورل شوې.
❤1