عراق ته د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت افغاني کالي صادر سول
د هرات د کالو تولیدوونکو اتحادیې ویلي چي، له دغه ولایت څخه عراق ته د افغاني کالو دوهمه محموله صادرات هم ترسره سوي دي.
د دې اتحادیې رئیس عبدالله نورزي ویلي، په یادو صادراتو کي شاوخوا ۸۰ زره جوړې کالي په ۱۰۰ ډولونو کي شامل دي او ټوله ییز ارزښت ئې نژدې ۳۰۰ زره امریکايي ډالره دی چي تازه دغه هیواد ته صادر سوي دي.
د هغه په وینا، په نژدې راتلونکي کي به دغه هیواد ته ۲۰۰ زره جوړې نور افغاني کالي هم صادر سي.
دا صادرات لومړی ځل د روان ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د غوايي میاشتي په نیمايي کي پیل سول چي په لومړۍ محموله کي ئې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۰ زره جوړې کالي دغه هیواد ته صادر سول.
#MillatZagh

❤1👍1
نن څلنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۴مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په 80 افغانۍ.
ډېزل: لېټر په 69 افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۳ او په عام بازار کي کیلو په ۷۵ او ۷۶ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۶ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۵۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۳۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤2👍1😢1
فراه او جوزجان کي ترافیکي پېښو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فراه او جوزجان امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چي، په یادو ولایتونو کي د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
یادو سرچینو نن (چهارشنبه) په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي، دا ترافیکي پېښي یوه د فراه د خاک سفید ولسوالۍ په ننګ اباد کي د دوو موټرسایکلانو د ټکر او بله د جوزجان د خانقاه ولسوالۍ په شوراریغ سیمه کي د بلخ- جوزجان پر لویه لاره د یوه پریس موتر چپه کېدلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
سرچینو د یادو پېښو لاملونه بې احتیاطي یاده کړې ده.

👎1😢1
امو نهنګانو د شپږیزه لیګ اتلولي وګټل
د افغانستان کورني کرکټ سترو سیالیو (شپریزه) ۲۰ اوریزه لیګ د ۱۱م پړاو په پایلوبه کي امو نهنګانو په اوو ویکټو سپین غر ته ماته ورکړه او د درېیم ځل له پاره ئې پرله پسې د دغه لیګ اتلولي وګټل.

❤2
امیر خان متقي د قطر د پخواني امیر د مړیني په خاطر یاد هیواد ته سفر کړی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کړی او د دغه هیواد د پخواني امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني د مړیني له امله ئې یاد هیواد ته د اسلامي امارت د مشرتابه د ډاډګیرني او غمشریکۍ پیغام وړاندي کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، متقي او ملا پلاوي په یاد سفر کي د دغه هیواد د د وزیرانو شورا له رئیس او بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، د وزیرانو شورا مرستیال او دفاع وزیر شېخ سعود بن عبدالرحمان بن حسن آل ثاني او د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن العزیز الخلیفي لیدلي او هغوی ته ئې د شېخ تمیم د مړیني په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام وړاندي کړی دی.
هم مهاله د اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په کابل کي د دغه هیواد سفارت ته ورغلی او هلته ئې د یاد امیر د مړیني له امله قطر او د مرحوم کورنۍ ته د اسلامي امارت د ډاډګیرني او غمشریکۍ پیغام ورکړی دی.
د حنفي په وینا، "شېخ تمیم د معاصر تاریخ له پیاوړو رهبرانو څخه و، چي د دین، ملت او خپل هیواد له پاره ئې مهم او تلپاته رول ولوباوه."
شېخ تمیم تېره یک شنبه د ۷۴ کلونو په عمر له دې دنیا سره مخه ښه وکړه.

👍1
کرزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو او کاري فرصتونو ټینګار کړی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یونیسېف تازه راپور ته په غبرګون کي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو او کاري فرصتونو ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي، د دې ستونزي د مخنیوي له پاره باید افغان نجونو ته د زده کړو او کار فرصتونه برابر سي.
کرزي نن (چهارشنبه) پر خپل ایکس لیکلي، د دې خطر د مخنیوي له پاره باید ټولو؛ په ځانګړي ډول نجونو ته د زده کړو یو بنسټ چمتو سي؛ ترڅو هغوی ته د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړي او په دې برخه کي متخصصین وروزي.
د هغه په وینا، د هیواد د راتلونکو امیدونو او بشري سرچینو په توګه د کوچنیانو د روغتیا ساتنه اړینه ده چي مسؤل چارواکي او نړیوال سازمانونه باید د دغه خطر په مخنیوي کي خپل مسؤلیت ادا کړي.
تازه یونیسېف په یوه راپور کي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چي، په افغانستان کي ۳،۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
#MilllatZagh

👎3❤1
اروپايي ټولني د اسلامي امارت د ۶ ډيپلوماټانو پر منلو هوکړه کړې
یو شمېر سرچینو رسنیو ته تائید کړې چي، اروپايي هیوادونو له اسلامي امارت سره په اروپا کي د شپږو ډيپلوماټانو پر منلو هوکړه کړې ده.
د هغوی په وینا، تمه ده دا ډيپلوماټان په نژدې راتلونکي کي په ډېر امکان سره جرمني ته ولېږل سي او هلته به خپل کونسلي خدمات پیل کړي.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکي یو شمېر اروپايي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو چي، اروپا ته د وروستي افغان پلاوي د سفر پر مهال اروپايي ټولني په جرمني کي د اسلامي امارت د شپږو ډيپلوماټانو پر منلو له اسلامي امارت سره هوکړه کړې؛ ترڅو له اروپا څخه افغانستان ته د غیر قانوني، رد سوو او په جنايي جرمونو د تورنو افغانانو د ستنولو لړۍ پراخه سي.

د هوايي دهلېز له لاري د افغانستان او هند سوداګري روانه ده
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي، د کابل او نوي ډهلي هوايي دهلېز فعال دی او دواړه لوري له کوم خنډ او ځنډ پرته یو او بل لور ته سوداګري کوي.
جېسوال پرون (دوشنبه) په خپل هیواد کي د خبریالانو پوښتنو ته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د یوې پوښتني، چي د چهابهار بندر په اړه وه، د ځواب پر مهال ویلي، افغانستان او هند هوایي دهلېز هم لري او دواړه لوري د صادراتو او وارداتو له پاره ګټه ورڅخه اخستلای سي.
د هغه په وینا، دغه هیواد ته د افغانستان د کرهڼي د وزیر مولوي عطاء الله سفر د افغانستان د کابینې د څلورم غړي سفر و او زیاتوي چي، هغه په دغه سفر کي له هندي چارواکو سره د سوداګریز بهیر د پراختیا په اړه هم خبري کړي دي.

❤2👍1👎1
په افغانستان کي د پولیو ۴ نوي مثبتي پېښي ثبت سوي
د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چي په افغانستان کي د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څلور نوي مثبتي پېښي ثبت سوي چي په دې سره په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کي په افغانستان کي د یادي ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ سو.
دغه سازمان په یوه راپور تازه کي ویلي، دا پېښي د رواني اوونۍ پر مهال دوې په ننګرهار او یوه، یوه په هلمند او هرات ولایتونو کي ثبت سوي دي.
دا پېښي داسي مهال ثبت سوي چي شاوخوا یوه اوونۍ مخکي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځي مدیترانې مشري ډاکټري حنان بلخي افغانستان ته د راتګ پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کي تمه ښودلې وه چي ښايي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي په افغانستان کي یاده ناروغي له منځه یووړل سي.

👎1
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۲
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۷
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۳۱

❤3
د پاکستان له زندانونو څخه شاوخوا ۱۵۰۰ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۱۴۱۶ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد افغانان په دا هیواد کي د اوسېدلو د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله نیول سوي وو چي، تر ازادېدلو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښي د چمن- سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه او خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
تېره اوونۍ هم د دغه هیواد له زندانونو څخه ۶۳۸ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.

افغانستان بانک شاوخوا ۱،۱ میلیارډ زړې افغانۍ وسوځولې
افغانستان بانک خبر ورکړی چي، یو ملیارډ، ۱۴۱ میلیونه او ۶۶۰ زره د افغانیو زاړه بانکنوټونه ئې سوځولي دي.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد بانکنوټونه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول او پرون (چهارشنبه) د یاد بانک او نورو ادارو د یوه ګډ پلاوي له خوا د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په ځانګړي بټۍ کي سوځول سوي چي، د افغانیو ټولي انواعي په کښي شاملي وې.
د یادو پیسو د سوځولو پر مهال د افغانستان بانک دوهم مرستیال ملا محمد اخند پر هیوادوالو ږغ کړی چي په ښه ډول د افغاني بانکنوټونو ساتنه وکړي؛ ترڅو ژر زاړه نه سي.
د افغانستان بانک په وینا، دا کار ئې په راکړه ورکړه کي د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه ترسره کړی دی.

👍1😢1
کندهار کي له ۱۰۷۰ کروندګرو سره د کېمیاوي سرو او تخمونو مرسته وسوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، له ۱۰۷۰ کروندګرو سره ئې د خوړو او کرهڼي نړیوال سازمان (F.A.O) په مالي ملاتړ د جوارو او ماشو د اصلاح سوو تخمونو او کېمیاوي سرو مرسته کړې ده.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مرسته ئې په کندهار ښار او ډنډ، ارغنداب، لوړ شاولیکوټ، ژړۍ، خاکرېز، غورک، لوړ میوند، ارغستان، نېش او میانشین ولسوالیو کي وېشلې چي، له ډلي ئې ۹۰۵ بزګرانو ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو تخم او ۱۰۰ کیلوګرامه سپیني او توري کېمیاوي سري او ۱۶۵ نورو ته ئې اته کیلوګرامه د ماشو تخم او ۵۰ کیلوګرامه سپیني او توري کېمیاوي سري ورکړي دي.
د سرچینې په وینا، دا مرستي د هغوی د ملاتړ او له نشه يي توکو سره د بدیل کښت په برخه کي سوي دي.

بدخشان کي ۷۳۰ کیلوګرامه تاریاک وسوځول سول
د بدخشان امنیه قومنداني خبر ورکوي چي، پرون (چهارشنبه) ئې ۷۳۰ کیلوګرامه تاریاک سوځولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي د تېرو ۲۰ ورځو پر مهال په دغه ولایت کي نیول سوي او تېره ورځ د یوه ګډ پلاوي له خوا سوځول سوي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو نشه يي توکو په تور ۲۱ کسان هم نیول سوي او د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کي د یوناما د مشري په توګه د رباب فاطمې ټاکنه تائید کړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تائید کړې چي، بنګله دېشۍ ډيپلوماټه رباب فاطمه ئې د افغانستان له پاره د یوناما مشره او په افغانستان کي د دوی د استازي په توګه ټاکلې ده.
ملګرو ملتونو پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، هغه د ګوتریش له خوا په رسمي ډول پر یاده دنده ګمارل سوې ده.
تر دې مخکي په افغانستان کي د یوناما مشري او د ملګرو ملتونو د استازولۍ دنده روزا اوتونبایوا ترسره کوله.

نن پنځنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۵مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۴۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۸۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۷۲ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۷۷ او په عام بازار کي کیلو په ۸۰ او ۸۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۸۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۳۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.

👍1👎1
پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه باید څېړنه وسي
د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان (H.R.W) پر افغانستان د پاکستان د تېرو بریدونو په غبرګون کي ټینګار کړی چي، ملکي کسان او عامه تأسیسات باید په هر ډول حالاتو کي خوندي وساتل سي او د یادو بریدونو په اړه ئې د څېړني غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان په یوه تازه راپور کي د یوناما د شمېرو په حواله ویلي چي، د تېري جون میاشتي پر ۲۹مه پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۸ کسان ووژل سول او ۴۹ تنه نور ژوبل سول چي ټول ملکي کسان دي او باید د یادو بریدونو په اړه څېړنه وسي.
د دغه سازمان په وینا، د جګړې په حالاتو کي دواړه لوري باید د نړیوالو بشردوستانو قوانینو له مخي د ملکي کسانو خوندیتوب ته ژمن واوسي او هغوی ته د زیان اوښتلو د مخنیوي تدابیر باید په پام کي ونیسي.
تر دې مخکي اسلامي امارت هم ویلي و چي په یادو بریدونو کي یوازي او یوازي ملکي کسان په نښه سوي چي، د مرګ ژوبلي شمېر ئې تر ۲۰۰ کسانو پوري رسېده.

ننګرهار کي ۴۴ زره نشه یي ګولۍ او ۲۰ کیلو تاریاک نیول سوي
د ننګرهار امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کي ئې ۴۴ زره او ۳۷۶ زیکپ نشه يي ګولۍ، ۲۰ کیلوګرامه تاریاک او ۲۸ کیلوګرامه چرس نیولي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه نشه يي توکي له څلورو کسانو سره، چي یو کلاشینکوف هم ورسره وو، نیول سوي او زیاتوي چي، یاد کسان به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپاري.

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ مځکنی ټرانسپورټي دهلېز جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، افغانستان، ایران او تاجکستان د مځکني ټرانسپورټ پر یوه درې اړخیزه دهلېز جوړولو هوکړه کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا هوکړه د ایران د مشهد ښار په کوربتوب په یوه درې اړخیزه غونډه کي سوې، چي د افغانستان په استازولۍ د دغه وزارت د مځکني ټرانسپورټ د قوانینو او معاهداتو رئیس یار محمد رمضان ګډون په کښي کړی و او ټولو خواوو د مځکني ټرانسپورټ په برخه کي د یادي هوکړي سره، سره د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه هم خبري په کښي کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د یاد دهلېز له لاري به د ایران او تاجکستان توکي د افغانستان له لاري نورو هیوادونو ته لېږدول کېږي.

👍2
ارزښت د ملت ږغ راډیو ژورنالیستیکي، معلوماتي او تشویقي خپرونه ده چي، د هیواد په کچه خبریالان په کښي مېلمانه او د دوی پر ژوند، زده کړو، لاسته راوړنو او رسنیز ډګر کي د تجربو په اړه خبري ورسره کېږي.
همدا اوس ارزښت خپرونه له دوو تر درو بجو په ژوندۍ بڼه جریان لري، تاسو ئې پر ۸۷.۸ اف ایم څپو او که راډیو ته لاس رسی نه لری د ملت ږغ اپلیکېشن له لاري واورئ!
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676

Google Play
ملت ږغ راډیو/Millat Zagh Radio - Apps on Google Play
Stream live radio, watch videos, news reports & cricket matches