غزني کي په ۴۰ میلیونه افغانۍ د یوه سړک د پراخولو کارونه پیل سول
د غزني ښاروالي وايي، د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کي ئې د غزني ملکي روغتون د سړک پراخولو کارونه پیل کړي دي.
د یاد ولایت ښاروال مولوي ابومحمد ثابت پرون (یک شنبه) په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي ویلي، یاد سړک به د یوه کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ متره په پراخوالي سره جوړ او پراخ سي، چي شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پر راځي او د غزني ښاروالۍ له خپلي بودجې څخه ورکول کېږي.
د هغه په وینا، د دغه سړک په جوړېدلو سره به نه یوازي ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه سي؛ بلکي ناروغان به هم په کم وخت کي تر روغتون پوري رسول کېږي.
یادي سرچینې ویلي، دا پروژه به په پنځو میاشتو کي بشپړه او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
#MillatZagh

❤1👍1
د سبا (منځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۳، کښته ۱۹
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۸، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۳، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۱، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۸

❤1
هندوستان له افغان کډوالو سره د خېمو مرسته وکړه
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد ئې افغانستان ته له ستنو سوو افغان کډوالو سره د خېمو مرسته کړې ده.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، دا مرسته ئې افغانستان ته لېږلې او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ئې سپارلې ده.
تر دې مخکي هم یاد هیواد په بېلابېلو برخو کي له افغانستان سره مرستي کړي دي.

❤3👍1
کابل کي د غیبي بابا ښارګوټي یوه برخه دولتي تثبیت سوه
عدلیې وزارت خبر ورکړی چي، د مرکزي زون د دولتي مځکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې په پلازمېنه کابل کي د غیبي بابا ښارګوټي یوه برخه دولتي تثبیت کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد ښارګوټی، چي شاوخوا ۱۰۴۲ جربیه مساحت لري، له ډلي ئې ۵۳۲،۱۱ جریبه مځکه تر ارزوني او بررسۍ وروسته دولتي تثبیت او پرېکړه سوې؛ ترڅو له غصب څخه د مخنیوي په موخه د دولتي مځکو د غصب د مخنیوي او بیرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل سي.

❤2👍1
د پنجشېر له کانونو څخه ۳ زره قیراطه زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایي، د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل سوي درې زره او ۹۵ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري په دوه میلیونه او ۱۹۹ زره افغانۍ خرڅ سول.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي، دا زمرد نن (سه شنبه) د همدې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا پر ملي سوداګرو پلورل سوي دي.
د رواني چنګاښ میاشتي پر ۹مه هم د دغه ولایت له کانونو څخه درې زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد په ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکايي ډالره د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو وپلورل سول.

نن منځنۍ د چنګاښ میاشتي ۲۳مه نېټه، په کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۰۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۰۶۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۰۳۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۶۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۲۰۰ افغانۍ.
وطني ۲۵ کیلويي وریجي: په ۱۶۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۳۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۵۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۰۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۴۰ افغانۍ.
ایراني دوهم نمبر نخود: من په ۳۰۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۴۰۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۴۰ افغانۍ.
مالګه: کڅوڼه په ۵۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوڼه په ۴۵ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: له پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په 80 افغانۍ.
ډېزل: لېټر په 69 افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۶۸ او په عام بازار کي کیلو په ۷۰ او ۷۲ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۵،۹۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۸۷،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۷،۲۵ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۳۶۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۲۹ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۳۶ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

د کابل- بګرام سړک لومړی فاز ۳۱ سلنه بشپړ سوی
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د کابل- بګرام سړک د لومړي فاز د جوړولو کارونه ۳۱ سلنه بشپړ سوي او پاته کارونه ئې اوس هم دوام لري.
یادي سرچینې نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا سړک، چي ۶،۲ کیلومتره اوږدوالی، ۵۰ متره پراخوالی او ۴۵۵،۸ میلیونه افغانۍ لګښت لري، په راتلونکي ۱۴۰۶ لېږدیز لمریز کال کي به بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دې پروژه کي د سړک په دواړو خواوو کي د ویالو، ګلدانونو، پیاده روونو او شنو سیمو جوړول هم شامل دي.
یاد سړک په مکمل ډول ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چي د یادي برخي د جوړولو کارونه ئې د تېر ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د سلواغې میاشتي پر ۲۳مه نېټه د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا پیل سول او تمه ده په دوو کلونو کي دا پروژه بشپړه سي.

د کندهار- سپین بولدک سړک دوهم لاټ بشپړېدلو ته نژدې سوی
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کندهار- سپین بولدک لويي لاري د دوهم لاټ جوړولو کارونه ۹۸ سلنه بشپړ سوي او په نژدې راتلونکي کي به ئې پاته کارونه هم بشپړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه سړک ۳۹،۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چي د دوو پلونو او ۶۷ پلګوټو جوړول هم په کښي شامل دي او تمه ده په نژدې راتلونکي کي ئې کارونه بشپړ سي.
یاد وزارت همدارنګه ویلي، د سپین بولدک- وېش سړک، چي اته کیلومتره اوږدوالی او ۶۰متره پراخوالی لري، د جوړولو کارونه هم ۱۶ سلنه بشپړ سوي او پاته نور ئې دوام لري.
د ټولګټو چارو وزارت په وینا، د یادو سړکونو په بشپړېدلو سره به د کندهار او سپین بولدک ولسونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کي ګڼي اسانتیاوي برابري سي.

ننګرهار کي ۲۳ بنډله ثانیه سوځ نیول سوي
په ننګرهار کي ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو خبر ورکړی چي، د دغه ولایت د شېرزاد ولسوالۍ په مرکخېلو تنګي کي ئې ۲۳ بنډله ثانیه سوځ نیولي دي.
یادي سرچینې ویلي، دا اور اخستونکي توکي له پنځو کسانو سره نیول سوي، چي په غیر قانوني ډول ئې له پاکستان څخه هیواد ته راوړي وو.
د هغوی په خبره، یاد کسان به د نورو اجراآتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته وسپارل سي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار ټینګار کړی
د اسلامي همکاریو سازمان (O.I.C) د پاکستان په کوربتوب په یوه غونډه کي ټینګار کړی چي، په افغانستان کي باید نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حقوق ورکړل سي.
دغه سازمان د ښځو چارو د وزیرانو تر ۹مي دوې ورځنۍ غونډي وروسته په یوه ګډه اعلامیه کي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې د یوه باثباته افغانستان له پاره د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقوق باید تأمین سي او د ژوند په ټولو برخو کي ئې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی دی.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کي د ارګ ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کي د ښځو او نجونو د حقوقو د تأمین په اړه ډاډ ورکړی و او ویلي ئې و چي په افغانستان کي د ښځو حقوق خوندي او تأمین دي.

👎3❤1
افغانستان له روسیې او قزاقستان سره د ۴۴۶ میلیونه افغانیو هوکړي لاسلیک کړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني خبر ورکړی چي، د افغانستان او د روسیې جمهوریت د داغستان او تیومن سیمو او قزاقستان ترمنځ د ۴۴۶ میلیونه ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت یو شمېر سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.
یادي خوني ویلي، دا تړونونه پرون (دوشنبه) د افغانستان د خصوصي سکټور او دغه ګډ سوداګریز پلاوي ترمنځ په یوه سوداګریز کنفرانس (B2B) کي لاسلیک سوي، چي موخه ئې د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه سوداګریزه او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.
د سرچینې په وینا، دا هوکړه لیکونه د خوراکي توکو، کرهڼیزو خدمتونو، ساختماني موادو او درملو په برخه کي دي.

په افغانستان کي د میندو د مړینو په اړه د اوچا اندېښنه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان لا هم په هغو هیوادونو کي دی، چي هر کال د زېږون پر مهال زیاتي میندي په کښي مري او زیاتوي چي له ۲۰۲۴ زېږدیز کال راهیسي د زېږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زره میندو کي د ۶۳۸ میندو د مړیني اټکل سوی دی.
اوچا نن (سه شنبه) په یوه راپور کي ویلي چي، دا په اسیا کي تر ټولو لومړۍ او په نړیواله کچه د میندو د مړیني اوومه لوړه کچه ده.
د دغه دفتر په وینا، د نړیوال مالي ملاتړ او ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او اړینو درملو ته کم لاسرسی هغه څه دي، دغه کچه ئې لوړه ساتلې ده.
اوچا همدارنګه ویلي چي، تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پوري ښايي د راتلونکو ښځینه کارکوونکو په ګډون ۲۵ زره روغتیايي کارکوونکي دندي له لاسه ورکړي او زیاتوي چي که دا ستونزي دوام وکړي، ښايي د میندو د مړینو شمېر نور هم لوړ سي.

پروان کي له میلاد څخه ۳۰۰ کاله مخکي جوړه سوې کلا کشف سوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چي، د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ په فرنجل سیمه کي ئې یوه کلا کشف کړې، چي له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کلونه مخکي تاریخي مخینه لري.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا ځای د "کافر کلا" په نوم یادېږي او د یوې لوړي غونډۍ پر سر په خورا ستراتیژیک ډول جوړه ده، چي امنیتي برجونه، د ننوتلو یوه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري.
د سرچینې په وینا، ښايي له دې کلا څخه د وخت د پوځي او دفاعي موخو له پاره ګټه اخستل کېده.

فاریاب کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د فاریاب امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په پته بابا سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی او څلور تنه نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه پرون (دوشنبه) سهار پنځه بجې د یوه بار وړونکي او یوه پاسو موټر ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې او د یادي پېښي لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د سرچینې په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي او د هغوی روغتیايي حالت ئې د ډاډ وړ یاد کړی دی.
انځور: ارشیف.

👎1😢1
برېټانوي پولیسو په افغانستان کي د بې ګناه افغانانو پر وژلو اعتراف کړی
د کریسټوفر ګرین په نوم د برېټانیا یوه پخواني افسر منلې چي، په افغانستان کي ئې بې ګناه ملکي کسان په شهادت رسولي دي.
سکای نیوز د هغه په حواله په یوه راپور کي لیکلي چي، "دوی په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کي په رحیم کلي کي درې بې ګناه کسان ووژل، په داسي حال کي چي د هغوی په اړه معلومات وو او هغوی بزګران وو."
تر دې مخکي د مونیکا ګرنفل په نوم امریکايي خبریالي ته هم یوه بریټانوي سرتېري منلي وو چي په افغانستان کي ئې د ساعت تېري په موخه بې ګناه بندیان په کانټینرونو کي اچول او په الوتکو پسي تر تړلو وروسته ئې هغوی له هوا څخه مځکي ته را خوشي کول.
د دغه هیواد د دفاع وزارت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د افغانستان د تحقیقاتو کمېسیون وايي، په افغانستان کي د برېټانوي ځواکونو ترسره کړي جنایتونه او جرمونه څېړي.
د راټولو سوو څېړنو پر اساس، برېټانوي ځواکونو د ۲۰۱۰- ۲۰۱۳ زېږیز کلونو ترمنځ په افغانستان کي تر ۸۰ زیات ملکي او بې ګناه افغانان په شهادت رسولي چي په اړه ئې شواهد هم خپاره سوي دي.

❤1👍1😢1
هند له افغانستان سره د ۲۲ میلیونه افغانیو د خېمو مرسته کړې
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، هند له افغانستان سره د ۲۲ میلیونه او ۶۰۵ زره افغانۍ په ارزښت د ۱۵۰۰ خېمو مرسته کړې ده.
دغه وزارت نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا مرسته په کابل کي د یاد هیواد د سفارت له خوا دوی ته وسپارل سوې او زیاتوي چي، دا خېمې به پر اړمنو او مستحقو کورنیو ووېشل سي.
د کډوالو چارو وزارت د دې مرستي له امله له هندوستان څخه مننه کړې او پر نړیوالو بنسټونو ئې هم ږغ کړی؛ ترڅو د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
تر دې مخکي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چي، هیواد ئې د افغان کډوالو د لاسنیوي او ملاتړ په خاطر له افغانستان سره د خېمو یاده مرسته کړې ده.

د سبا (څلنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۶
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۹، کښته ۲۶
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۴۴، کښته ۲۸
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۵، کښته ۲۱
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۴۲، کښته ۲۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۱
نوی ډهلی: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۶، کښته ۲۹

❤3
پروان کي په څه کم ۵۰ میلیونه افغانۍ د اوبو ۱۴ شبکې جوړي سوې
د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت وايي، د پروان ولایت په کوه صافي، غوربند، شېخ علي او جبل السراج ولسوالیو کي د اوبو رسولو ۱۴ شبکې جوړي او ګټي اخستني ته سپارلي دي.
دغه وزارت وايي، یادي شبکې د اغا خان بنسټ په مالي ملاتړ په ۴۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ جوړي سوي او په بشپړېدلو سره په یادو ولسوالیو کي دوه زره ۴۳۴ کورنیو ته پاکي اوبه برابري سوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو شبکو له جملې څخه ۱۲ د لمریزي برېښنا په سیسټم سمبالي دي او دوې له طبیعي چینو څخه سرچینه اخلي.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د یاد بنسټ مرکزي استازي حبیب حسین عاقل ویلي، په یاد ولایت کي د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژې پلي کوي، چي تازه ئې یادي شبکې په کښي بشپړي سوي دي.

له مخابراتي خدمتونو په بې برخو سیمو کي ۱۱ انتنونونه جوړېږي
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (A.T.R.A) وايي، له درو خصوصي مخابراتي شرکتونو سره ئې په ۱،۱ میلیونه امریکايي ډالره له مخابراتي خدمتونو څخه په بې برخو سیمو کي د ۱۱ مخابراتي انتنونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
یادي ادارې ویلي، د دا تړون له مخي به اټوما، اتصالات او افغان بېسیم مخابراتي شرکتونه د تخار په بهارک او خواجه غار، د سمنګان په خرم او سارباغ، د بغلان په تاله او برفک او ګذرګاه، د پکتیا په سید کرم، د پکتیکا په نعمت اباد، د خوست په سپېرې او تڼیو او د لوګر ولایت په ازرې ولسوالیو کي ۱۱ مخابراتي انتنونه جوړوي او بیارغوي.
د دې ادارې په وینا، دا تړون په یادو سیمو کي د مخابراتي اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه لاسلیک سوی دی.
د اترا ادارې د رسمي معلوماتو پر اساس، تر دې مخکي هم د هیواد په یو شمېر سیمو کي د ۵۵۰ مخابراتي انتنونو جوړول پلان سوي چي په هغو کي تر دا مهاله ۴۰۰ مخابراتي انتنونه ګټي اخستني ته سپارل سوي او د پاته نورو کارونه روان دي.

هرات ښاروالي سږ کال ۸۰ ستري پروژې پلي کوي
هرات ښاروالي وایي، په روان ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال کي ئې ۸۰ ستري پروژې په پلان کي نیولي؛ ترڅو د ښار په بېلابېلو سیمو کي ئې پلي کړي.
د یادي ښاروالۍ مسؤلینو د سږ کال د پروژو په اړه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي، د دغو پروژو ټوله ییز ډول شاوخوا یو میلیارډ افغانۍ کېږي او د هرات ښاروالۍ له خپلي بودجې څخه ورکول کېږي.
د هغوی په وینا، په دې پروژو کي ۲۷ پروژې پیل سوي، ۲۵ ئې د تدارکاتو په پړاو کي دي او ۱۸ نوري د سروې او تخنیکي اسنادو چمتو کولو په پړاو کي قرار لري، چي د سړکونو، سوداګریزو زېرګذرونو، سوداګریزو او اداري ودانیو، استنادي دېوالونو، د سړکونو د روښانتیا، کانالونو او د دوو نوو ناحیو له پاره د تفصیلي پلان جوړول په کښي شامل دي.